لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترهه گر دانسانيت گډ دښمنان دي،نوازشريف


 وزيراعظم نوازشريف دغه وړانديز مالټا کې ددولت مشترکه دسرمشريزې غونډې په مهال فرانسيسي صدر فرانسوا اولاند سره دليدنې په مهال کړى دى.
وزيراعظم نوازشريف دغه وړانديز مالټا کې ددولت مشترکه دسرمشريزې غونډې په مهال فرانسيسي صدر فرانسوا اولاند سره دليدنې په مهال کړى دى.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې ترهه گر دانسانيت گډ دښمنان دي اؤ دترهه گرۍ دمخنيوي په اړه يې د خپل پيشه وارانه مهارت فرانس ته ورکولو وړانديز کړى دى.

وزيراعظم نوازشريف دغه وړانديز مالټا کې ددولت مشترکه دسرمشريزې غونډې په مهال فرانسيسي صدر فرانسوا اولاند سره دليدنې په مهال کړى دى.

ديو سرکاري بيان ترمخه وزيراعظم نواز شريف وئيلي دي چې پاکستان داعش يوه ترهه گريزه ډله گڼي اؤ هغه ددغه بحراني کيفيت مخنيوي لپاره په گډه دسياسي هواري په لټولو زور راوړى دى.

وزيراعظم نواز شريف دترهه گرۍ دمخنيوي اؤ استخباراتي معلوماتو دراکړې ورکړې په اړه فرانسيسي صدر ته دهررقم مرستې ورکولو باور هم ورکړى دى.

نوازشريف پيرس کې دترسره شوؤ بريدونو سختو ټکو کې غندنه وکړه اؤ دغو بريدونو کې په اوښتي زيان يې دغمرازۍ څرگندونه وکړه.

نوازشريف وويل دپاکستان حکومت اؤ اولس دغم په دې شيبه کې دفرانس سره ولاړ دي، وزيراعظم وئيلي دي چې ترهه گر دانسانيت گډ دښمنان دي.

نوازشريف وويل چې دترهه گرۍ له امله پاکستان کې زرگونو خلکو خپل ژوند دلاسه ورکړى اؤ دهيواد معيشت ته يې داربونو ډالرو زيان رسولى خو دهغه په قول دتيرو دوؤ کلونو په مهال دترهه گرۍ خلاف جگړه کې پاکستان ډاگيزې کاميابۍ ترلاسه کړي اؤدترهه گرۍ دجرړو ويستو لپاره اوس په قومي کچه درايې اتفاق موجود دى.

نوازشريف فرانسيسي صدر ته وويل پاکستان دترهه گرۍ مخنيوي لپاره يوه تگلاره جوړه کړې اؤ دضرب عضب په نوم روانو پوځي عملياتو کې هم هغوي ته ډاگېزې کاميابۍ ترلاسه شوي دي.

دفرانس پلازمينه پيرس کې په ١٣ نومبر دترهه گرو لخوا منظمو حملو کې ١٣٠ کسان وژل شوي اؤ د٣٠٠ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ، تندروه ډلې داعش ددغو بريدونو پړه په غاړه اخستې وه.

په نړيواله کچه ددغو بريدونو په سختو ټکو کې غندنه شوې وه اؤ دداعش په ضد په کارروائيو زور راوړل شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG