لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد کې بلدياتي انتخابات روان دي


اسلام اباد کې د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل بلدياتي انتخابات کيږي .
اسلام اباد کې د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل بلدياتي انتخابات کيږي .

د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې په لمړي ځل نن د ګل په ورځ بلدياتي انتخابات کيږي او خلک رايې کاروي . اسلام اباد او خواؤشا سيمو کې د شپږ لاکه او ۷۶زور نه زيات خلک د ووټ اچولو اهل دي .

د اليکشن کمېشن ترمخه د ځايي وخت مطابق د سحر اووه بجو نه تر ماښام پينځه نيمو بجو پورې به بغېر د کومې وقفې نه اسلام اباد کې ووټونه اچول کيږي .

اسلام اباد کې د پاکستان په تاريخ کې په لمړي ځل بلدياتي انتخابات کيږي .

د پلازمينې په ۵۰ يونين کونسلو کې روانو انتخاباتو کې د ۶۵۰نمائندګانو انتخاب کولی شي ، او د دغو چوکو دپاره نزدې دوه نيم زره کانديدان په مېدان کې دي ، د سياسي ډلو تر څنګ په لويه شمېره کې ازاد کانديدان هم په انتخاباتو کې برخه اخلي .

د انتخاباتو په مهال اسلام اباد کې سرکاري چهټې نه ده اعلان شوې البته چارواکو وئيلي سرکاري دفترې به د ورځې په دوه بجې چهټي کوي د دې دپاره چې ملازمين ووټ وکاروي .

پلازمينه کې د انتخاباتو په مهال د امنيت کلک ګامونه پورته کړی شوي ، د پوليس سره د رېنجرو عسکر هم ځايې په ځايې کړی شوي دي .

پاکستان کې په وروستي ځل بلدياتي انتخابات په کال ۲۰۰۵م کې شوي وو .

تېر کال د دسمبر په مياشت کې بلوچستان صوبه کې بلدياتي انتخابات ترسره شوي ، او د هغې وروستو د روان کال د مئ په مياشت کې په خېبرپښتونخوا صوبه کې بلدياتې ټاکنې شوې وې .

سندهـ او پنجاب صوبه کې بلدياتي انتخابات په درېو پړاؤنو کې کيږي ، چې لمړي دوه پړاؤنه يې ترسره شوي او په پنجاب کې درېم پړاؤ د دسمبر په درېمه او سندهـ کې په پينځم دسمبر ټاکل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG