لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داسلام اباد بلدياتي انتخاباتو کې د(ن) ليگ برتري


 دگل په ورځ دمقامي حکومتونو لپاره ٥٠ؤ يونين کونسلو کې مخالفې ډلې تحريک انصاف ١٦ چوکۍ اؤ ازادو کانديدانو ١٣ؤ حلقو کې کاميابي ترلاسه کړې ده.
دگل په ورځ دمقامي حکومتونو لپاره ٥٠ؤ يونين کونسلو کې مخالفې ډلې تحريک انصاف ١٦ چوکۍ اؤ ازادو کانديدانو ١٣ؤ حلقو کې کاميابي ترلاسه کړې ده.

دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې دترسره شوؤ لمړو بلدياتي انتخاباتو دغيرسرکاري نتيجو ترمخه واکمن گوند مسلم ليگ(ن) ٢١ؤ چوکو سره تر ټولو وړاندې اؤ مخالفه ډله تحريک انصاف په دوهم نمبر دى.

دگل په ورځ دمقامي حکومتونو لپاره ٥٠ؤ يونين کونسلو کې مخالفې ډلې تحريک انصاف ١٦ چوکۍ اؤ ازادو کانديدانو ١٣ؤ حلقو کې کاميابي ترلاسه کړې ده.

دپاکستان داليکشن کميشن ترمخه دميئر اؤ ډپټي ميئر ټاکنه به دراتلونکې مياشتې مينځ کې کيږي اؤ ازاد اميدواران اوؤ ورځو کې کوم گوند سره يوځايې کيدى شي.

د٥٠ؤ يونين کونسلونو لپاره د٦٥٠ؤ مقامي استازو ټاکنې لپاره ددوؤ زرو څخه زيات اميدواران ميدان کې وؤ اؤ پلازمينه کې شپږ لکه اؤ ٧٦ زرو څخه زيات خلک دووټ اچولو جوگه وؤ.

په مجموعي توگه انتخابي عمل پرامنه انداز کې ترسره شوى اؤ دکومې بدې پيښې اطلاع نۀ ده ترلاسه شوې.

ځينو ځائيونو څخه دبيلټ بکسونو دغلطو، انتخابي عملې وروستو درسيدو اؤ درايې اچوونکو دووټونو بلې حلقې ته دمنتقل کيدو خبرونه مخې ته راغلي خو اليکشن کميشن په دې دفوري گام اخستو په ترڅکې دشکايتونو دازالې دعوه کړې ده.

جمهوري نظام کې دمقامي حکومتونو کردار زيات مهم وي اؤ پاکستان کې دخواؤشا يوې لسيزې څخه وروستو دغه عمل بحال شوى اؤ داسلام اباد اوسيدونکو په لمړي ځل دې عمل کې برخه اخستې ده.

داسلام اباد وگړو په دغه عمل داطمينان څرگندونه کړې اؤ هيله يې څرگنده کړې ده چې دهغوي دستونزو په فوري توگه هواري لپاره به مقامي استازي خپل کردار ادا کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG