لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : په جومات دمارټر گولې لگيدو له امله ٩ کسان وژل شوي

 دچارواکو ترمخه دغه پيښه دافغانستان وردک ولايت کې رامينځته شوې چرته چې دطالب جنگيالو اؤ افغان ځواکونو ترمينځ نښتې روانې دي اؤ په جومات پريوتې گوله افغان ځواکونو دطالبانو په لوري داغلې وه کومه چې په جومات ولگيده.

افغانستان کې دچاروناکو ترمخه دمارټر يوه گوله دجمعې په ورځ په جومات لگيدلې چې له امله يې لږ ترلږه ٩ اولسي وگړي وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي دي.

دچارواکو ترمخه دغه پيښه دافغانستان وردک ولايت کې رامينځته شوې چرته چې دطالب جنگيالو اؤ افغان ځواکونو ترمينځ نښتې روانې دي اؤ په جومات پريوتې گوله افغان ځواکونو دطالبانو په لوري داغلې وه کومه چې په جومات ولگيده.

دچارواکو وينا ده چې غزني ولايت کې هم په يو کور دراکټ لگيدو په نتيجه کې دنهو ماشومانو په گډون ١١ کسان ژوبل شوي دي، په شکمنه توگه دغه راکټ دطالب جنگيالو لخوا داغل شوى ؤ.

دچارواکو وينا ده چې درې ماشومان سخت ژوبل شوي اؤ هغوي دعلاج لپاره دکابل هسپتال ته منتقل کړى شوي دي.

دملگرو ملتونو ديو راپور ترمخه افغانستان کې سږکال په لمړو شپږو مياشتو کې داولسي وگړو مرگ ژوبله کې اضافه راغلې ده.

افغانستان څخه دنيټو ځواکونو دوتلو داعلان څخه وروستو ددغه هيواد بيلا بيلو سيمو کې دطالبانو لخوا دتشدد څخه ډکو کارروائيو کې اضافه راغلې ده اؤ د ژمي دموسم دپيل کيدو باوجود دافغانستان بيلا بيلو صوبو کې جگړه روانه ده.

دتيرکال اخره کې افغانستان څخه زياتره دنيټو ځواکونه واپس شوي وؤ، خو دغه هيواد کې د٢٠١٦م تر اخره به به دنيټو ١٢ زره پوځيان پاتې وي چې پکې اکثريت دامريکايانو دى.

په عين حال کې افغانستان کې ميشته امريکائي پوځ دجمعې په ورځ وئيلي دي چې افغان پوځيانو سره په گډه ځانگړو ځواکونو يوه کارروائي کړې اؤ دطالبانو دقيدخانې څخه يې دافغان ځواکونو ٤٠ عسکر راخوشې کړي دي.

دبيان ترمخه دغه کارروائي دزيارت په ورځ دهلمند ولايت په نوزاد اولسوالۍ کې دشپې په مهال شوې چې پکې هيلي کاپټر هم استعمال کړل شوى .

کوم عسکر چې راخوشې کړل شوي په هغوي کې افغان پوليس، افغان ملي اردو اؤ افغان سرحدي عسکر شامل دي.

دامريکائي پوځ دبيان ترمخه راخوشې کړل شوي عسکر دطبي امداد لپاره دافغانستان ددفاع دوزارت چارواکو ته سپارل شوي دي.

دطالبانو لخوا دهغوي په قيدخانه دامريکا اؤ افغان ځواکونو ددغه گډې کارروايۍ په اړه تر دې مهاله کوم بيان مخې ته نۀ دى راغلى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG