لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د انتهاپسند پېغامونو ضد دې مسلمانان کردار ادا کړي، سپينه ماڼۍ


د امريکې صدر باراک اوباما اولس ته په وينا کې وئيلي ؤ ، داعش "د اسلام نمائندګي" نه کوي .
د امريکې صدر باراک اوباما اولس ته په وينا کې وئيلي ؤ ، داعش "د اسلام نمائندګي" نه کوي .

په داسې حال کې د امريکې صدر باراک اوباما يوه ورځ وړاندې وئيلي ؤ چې د تُندوره ډلې داعش په ضد جنګ دې د امريکې او اسلام ترمينځ جګړه تصور نه کړی شي ، سپينې ماڼۍ يو ځل بيا دغه موقف تکرار کړی او وئيلي يي دي چې په امريکا کې مېشت مسلمانان دې په دغه لړ کې پوره کردار ادا کړي .

د سپينې ماڼۍ پرېس سيکرټري جوش ارنسټ وئيلي ،" مونږغواړو چې د مسلمانې ورورولۍ يا ټولنې مشران دې راپاسي او د انتهاپسند تنظيمونو لخوا د کرکې او انتهاپسندۍ نه ډکو پېغامونو غندنه دې اوکړي او خپل موقف دې په کلک انداز وړاندې کړي " .

د اتوار په ورځ د امريکې صدر باراک اوباما اولس ته په وينا کې وئيلي ؤ ، داعش "د اسلام نمائندګي نه کوي" او د هغه په وينا "د لکونو په شمېره کې امريکا سره مينه لرونکو مسلمانانو دغه د کرکې ډکه نظريه رد کړ ې ده" .

نوموړي وئيلي ؤ "که چرته مونږ ته ترهګرۍ ته ماتې ورکول وي نو مسلمانه ورورولي به د خپل کلک اتحادي په توګه ځان سره ملګرې کوؤ ، په ځايې د دې چې هغويې د شک او کرکې په بنياد د ځان نه لرې ديکه کړو ".

د سپين ماڼۍ وياند ارنسټ د صدر پېغام بيا تکرار کړی او وئيلي يي دي دا کومه نوې خبره نه ده خو دا د مسلمانې ورورولۍ د مشرانو دپاره نېغ په نېغه او د زوره ډک پېغام ؤ .

" که چرته هغويې زمونږ د مرکزي حکومت ، قانون نافذؤنکو ادارو، د ترهګرۍ د مخنيوي اهلکارو او انتهاپسندۍ په ضد جګړه کوؤنکو ګاونډيانو سره په ګډه کار اوکړي نو دا به ډېر ګټور وي" .

بل لور ته سپينې ماڼۍ د ريپبلکن ډلې صدارتي کانديد ډونلډټرمپ د هغه بيان په سختو ټکو کې غندنه کړې ده چې په کوم کې چې ټرمپ وئيلي ؤ ، "څوپورې چې په ډاګه کړی شوي نه وي چې اصل معامله څه ده امريکې ته د مسلمانانو په راتګ دې مکمل بندېز اولګول شي ".

د صدراوباما د قامي سلامتۍ مرستيال مشير بېن رهورډز ( سي اېن اې) ته وئيلي چې د ټرمپ بيان " د يو امريکايي په حېث زمونږ د رواياتو نه بيخي بدل دی ".

نوموړي په دغه لړ کې د مذهبي ازادۍ د تحفظ دپاره د جوړ قانون او د امريکايي مسلمانانو د امريکې دپاره د خدماتو يادګېرنه کړې ده .

" دا زمونږ د سلامتۍ هم په ضد ده ، او په حقيقت کې داعش دغه جګړه د امريکې او اسلام په ضد جګړه ښکاره کول غواړي ، او که چرته د مذهب په بنياد دا خبره شورو کړی شي نو دې ملک ته به څوک راشي ، او دا به د هغې نظريې د قبلولو برابر وي ".

د هغه په وينا د دغه ډول زياتېدونکې انتهاپسندۍ , په کوم باندې چې مونږ له نظر ساتل پکار دي ، په امريکا او ګرده نړۍ کې به د مسلمانانو سره زمونږ ملګرتيا ګرانه شي .

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG