رقيبو هيوادونو پاکستان اؤ هند ددوه اړخيزه جامع مذاکراتو په بحالۍ اتفاق کړى دى.
ددغه مهم پرمختگ اعلان دهند دبهرنو چارو وزيرې سشما سوراج دپاکستاني وزيراعظم دبهرنو چارو دمشاور سرتاج عزيز سره خارجه دفتر کې دليدنې څخه وروستو ميډيا سره دخبرو په مهال کړى دى.
دهند بهرنو چارو وزيرې وويل بنکاک کې دپاکستان اؤ هند دقومي سلامتۍ دمشاورانو ليدنه کاميابه وه چې له دې وروستو پريکړه وشوه چې اوس دې دوه اړخيزه جامع مذاکرات مخ په وړاندې بوتلل شي.
هارټ اف ايشياء کانفرنس کې گډون لپاره اسلام اباد ته ورغلې دهند دبهرنو چارو وزيرې سشما سوراج وزيراعظم نوازشريف سره هم ليدنه کړې چې پکې ددوه اړخيزه اړيکو په گډون په بيلا بيلو چارو خبرې اترې شوي دي.
٢٠١٢م اؤ تيرکال دنريندر مودي دهند دوزيراعظم جوړيدو راپديخوا دهند دکوم خارجه وزير دپاکستان دا لمړۍ دوره وه کومه چې دجنوبي ايشياء ددوؤ ايټمي قوتونو ترمينځ دتاؤتريخوالي ښکار اړيکو معمول ته دراوستو هڅو لپاره مهمه بلل کيږي.
له دې وړاندې هارټ اف ايشياء کانفرنس ته دوينا په مهال سوراج وئيلي وؤ هغه په دې موقع دپاکستان په لوري لاس ورغزوي اؤ هم دا موقع ده چې دواړو هيوادونو ته يو بل سره دتجارت په معامله دبالغ نظرۍ اؤ خوداعتمادۍ څرگندونه اؤ سيمه ييز تجارت اؤ مرستې ته ورکول پکار دي.
هغې وويل هند پاکستان سره په هاغه رفتار تجارتي مرستې ته تيار دى چې پکې پاکستان ته اسانتيا وي.
سشما سوراج انکشاف وکړو چې راتلونکي کال کې اسلام اباد کې کيدونکي سارک کانفرنس کې گډون لپاره به دهند وزيراعظم نريندر مودي هم پاکستان ته راځي، که مودي پاکستان ته ورشي نو تيرو ١٢ؤ کلونو کې به دکوم هندي وزيراعظم دا دپاکستان لمړۍ دوره وي.