لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا په داعش فشار زياتوي


اېش کارټر وئيلي ، د داعش په ضد نړيوالې ورورولۍ ته چټکتيا ښکاره کول پکار دي له دې وړاندې چې د ۱۳م نومبر د پېرس د حملو په رنګ د ترهګرۍ بله پېښه رامنځته شي .
اېش کارټر وئيلي ، د داعش په ضد نړيوالې ورورولۍ ته چټکتيا ښکاره کول پکار دي له دې وړاندې چې د ۱۳م نومبر د پېرس د حملو په رنګ د ترهګرۍ بله پېښه رامنځته شي .

د صدرباراک اوباما انتظاميې وئيلي چې په عراق او شام کې د داعش د وسله والو په ضد فشار زياتوي ، خود عملياتو دپاره به هلته پوځ نه ليږي او د دفاع وزير يې وئيلي د داعش په ضد جنګ کې دې نړېواله ورورولي نور چټک ګامونه واخلي .

د امريکې د دفاع وزير اېش کارټر د شورو په ورځ د سېنټ ارمډ سروس فورسز کمېټۍ ته وئيلي چې په زياته شمېره کې امريکايي ځمکنی پوځ د لېږلو مطلب به دا وي چې جنګ د دښمن په خوښه کولی شي .

نوموړي وئيلي که چرته په عراق او شام کې جګړه امريکايي شي نو هغه کسان چې د داعش په ضد جنګيږي د هغې په ځايې به مونږ ته مخامخ شي .

خو د کمېټۍ چيئرمېن ريپبلکن جان مکين ورته په تعجب جواب ورکړی چې ايا ته يقين کوې چې امريکا هغه خلک وچقوي چا چې په سان برنارډينو کې امريکايان وژلي وو دا به د داعش حوصله افزايي وکړي ؟ او د دويې حوصله افزايي کول بريا ده .

نوموړي زياته کړې چې "داعش زمونږ د خاورې په ضد نېغ ګواښ دی او زياتيږي، مونږ دا جنګ نه ګټو او وخت هم زمونږ په لور نه دی" .

اېش کارټر کمېټۍ ته د داعش په ضد د امريکا د تېز مهم په اړه احوال تېر کړی او وئيلي يي دي چې دغه ډلې ته د مالي مرستې رسوؤنکي د تيلو ټېنکرو په ضد خصوصي هوايي عمليات کولی شي ، خو نوموړي وئيلي چې د دغه ډلې په ضد جګړه کې دې د نړۍ نور ملکونه زيات مدد اوکړي .

هغه زياته کړې چې د داعش په ضد نړيوالې ورورولۍ ته چټکتيا ښکاره کول پکار دي له دې وړاندې چې د ۱۳م نومبر د پېرس د حملو په رنګ د ترهګرۍ بله پېښه رامنځته شي .

نوموړي په ترکې زور راوړی چې د شام سره په پولو به څار زياتوي کومې چې په نګرانۍ کې نه دي ، بل لورته نوموړي په سعودي عرب او نورو خليجي هېوادونو باندې د يمن په شخړه کې د ښکېل کېدو او داعش نه د توجه اړولو په خبره هم نيوکې کړي دي .

کارټر وئيلي چې وخت راغلی چې روس د جګړې سم لور ته په اړولو توجه ورکړي ، هغه زياته کړې چې امريکا د ۴۰ ملکونو نه د خصوصي عملياتو د ځواک او وسلې ترڅنګ د نورې برخې اخيستو غوښتنه کړې ده .

هغه زياته کړ ې چې دداعش د وسله والو نه د رمادي ښار بيرته اخيستو په لړ کې امريکا د عراق د ځواکونو مرستې کولو دپاره هيلي کاپټرو ورکولو ته هم تياره ده .

په عراق او شام کې د امريکا د خصوصي ځواکونو په ځايې کولو په اړه کارټر وئيلي چې که چرته د داعش په ضد د نورو عملياتو ضرورت محسوس کړی شو نو د هغه په وينا ، امريکا به د خپلې خوا نه د نورو هڅو کولو نه په شا نه شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG