لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شام کې روسي پوځ ته دپيښې خطرې دې سخت ځواب ورکړل شي،پيوټن


ددفاع وزارت کې ترسره شوې يوې کليزې غونډې ته پخپله وينا کې دروس صدر وويل هدفونه په فوري توگه تباه کول پکار دي

دروس صدر ولايمير پيوټن شام کې روسي ځواکونو ته دپيښې دڅه رقم خطرې په ضد دسختې کارروايۍ امر کړى دى.

ددفاع وزارت کې ترسره شوې يوې کليزې غونډې ته پخپله وينا کې دروس صدر وويل هدفونه په فوري توگه تباه کول پکار دي، پيوټن دکومې ځانگړې خطرې سپيناوى نۀ دى کړى خو دماسکو اؤ انقرې ترمينځ دترکي لخوا دروسي الوتکې دراغورځول کيدو دپيښې څخه وروستو سخت تاؤتريخوالى موجود دى.

ترکي وئيلي وؤ چې رانسکورې کړل شوې روسي الوتکې ته يې څو ځله خبردارى ورکړى ؤ اؤ دغه الوتکه دهغوي فضائي حدودو ته داخله شوې وه خو روس ددې خبرې ترديد کوي.

دغه پيښه کې يو روسي پائيلټ اؤ دپائيلټانو دبچ کولو کارروايۍ کې شريک يو روسي پوځي وژل شوى ؤ چې له دې وروستو ددواړو هيوادونو اړيکې زياتې اغيزمنې شوې وې.

صدر ولايمير پيوټن وويل دهغه هيواد دداعش په ضد دشام سرکاري پوځون اؤ دحزب مخالف فري سريئن ارمي ته هم فضائي مرسته اؤ وسله ورکوي.

روس سږکال دستمبر مياشت کې شام کې فضائي کارروايۍ پيل کړې وې خو امريکا اؤ نور لويديز هيوادونه وائي ماسکو دتندروه ډلې داعش پځايې دخپل ائتلافي صدر بشارالاسد مخالفين په نخښه کوي، خو ماسکو دغه دعوې ردوي.

شام کې دامريکا په مشرۍ ائتلاف تيرکال دستمبر مياشت کې فضائي کارروايۍ پيل کړې وې چې مقصد يې دداعش پرمختگ اودرول اؤ دغه ډله ختمول دي.

داعش دعراق اؤ شام په يوه سيمه قبضه کړې اؤ اوسنو مياشتو کې يې دنړۍ زياترو برخو کې دتشدد څخه دډکو پيښو ذمه واري هم قبوله کړې ده.

XS
SM
MD
LG