لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دشام اؤ يوکرين په اړه خبرو لپاره جان کيري ماسکو ته رسيدلى


پيرس کې خپلو ائتلافيانو سره دخبرو وروستو جان کيري روس ته روان شوى ؤ اؤ دغلته به هغه شام کې دداعش دمخنيوي په هلو ځلو خبرې کوي.

دامريکا دبهرنو چارووزير جان کيري دنهې په ورځ ماسکو ته رسيدلى ، چرته چې به هغه دروس دبهرنو چارو وزير سرگۍ لاروف سره ليدنه کوي.

پيرس کې خپلو ائتلافيانو سره دخبرو وروستو جان کيري روس ته روان شوى ؤ اؤ دغلته به هغه شام کې دداعش دمخنيوي په هلو ځلو خبرې کوي.

دامريکا دخارجه محکمې ديو چارواکي ترمخه کيري به دخپلې دورې په مهال شام کې دخانه جنگۍ په سفارتي حل خبرې کوي دکوم لپاره چې دمذاکراتو نوى پړاؤ دجمعې په ورځ نيويارک کې کيږي.

دغه چارواکي وئيلي دي چې کيري به دمنسک په لوظنامه دبشپړ عمل درامد په هڅو هم خبرې کوي چې پکې ختيز يوکرين کې اوربند اؤ ددواړو خواؤ لخوا ددرنو وسلو دويستلو گامونه شامل دي.

دنهې په ورځ دې سفر کې به جان کيري دروس صدر ولاديميرين پيوټن سره هم ليدنه کوي، سږکال روس ته دجان کيري دا دوهمه دوره ده.

روس دشامي ر بشارالاسد ملاتړ کوي اؤ امريکا وائي بايد بشارالاسد دشام دستونزې داوږدمهاله سياسي مستقبل برخه نۀ وي.

دامريکا په مشرۍ جوړ ائتلاف اؤ روس شام کې دتندلارو په ضد فضائي بريدونه کوي ، امريکا په روس نيوکې کوي چې دهغوي دفضائي کارروائيو هدف داعش نۀ بلکې دشامي صدر مخالفين دي.

دزيارت په ورځ شام کې حکومت مخالفو ډلو رياض کې په يوه منصوبه اتفاق کړى چې پکې داقتدار منتقلۍ لپاره جنورۍ کې دصدربشارالاسد حکومت سره دمذاکراتو تجويز شامل دى، خو دا نۀ ده واضحه چې اسد به دغه منصوبې سره اتفاق وکړي که نه.

دروس خارجه وزارت دکيري ددورې په اړه محتاط بيان ورکړى اؤ وائي دروس اؤ امريکا ترمينځ داړيکو صورتحال پيچيده دى، روس پرله پسې دبرابرۍ ، خپل مينځي درناوي اؤ عدم مداخلت په اصولو زور راوړى دى.

XS
SM
MD
LG