لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپيښور دسانحې په يو کال مکمليدو دامريکا لخوا ديو والي څرگندونه


دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري خپل يو بيان کې وئيلي دي چې هغه دپيښور دسانحې ديو کال دمکمليدو په موقع ځپلو شوؤ کورنو سره يوځل بيا دوالي څرگندونه اؤ دترهه گرۍ ددغه بزدلانه بريد غندنه کوي.
دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري خپل يو بيان کې وئيلي دي چې هغه دپيښور دسانحې ديو کال دمکمليدو په موقع ځپلو شوؤ کورنو سره يوځل بيا دوالي څرگندونه اؤ دترهه گرۍ ددغه بزدلانه بريد غندنه کوي.

امريکا دپيښور په ارمي پبلک سکول دخونړي ترهه گريز بريد دترسره کيدو په يو کال مکمليدو پاکستاني اولس سره ديو والي څرگندونه کړې ده.

په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې په ورسک روډ موقعيت لرونکي دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول وسله والو جنگيالو خونړى بريد کړى ؤ اؤ د١٣٤ؤ ماشومانو په گډون يې ١٥٠ کسان په بې دردۍ سره وژلي وؤ.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري خپل يو بيان کې وئيلي دي چې هغه دپيښور دسانحې ديو کال دمکمليدو په موقع ځپلو شوؤ کورنو سره يوځل بيا دوالي څرگندونه اؤ دترهه گرۍ ددغه بزدلانه بريد غندنه کوي.

خپل يو بيان کې جان کيري وئيلي دي چې هغه ته سږکال دگرمۍ موسم کې واشنگټن کې دارمي پبلک سکول دځينو طالب علمانو سره دليدنې موقع په لاس ورغلې وه ، څوک چې د١٦م دسمبر،٢٠١٤م دحملې عيني شاهدان وؤ.

دبهرنو چارو وزير وئيلي دي چې دغه ماشومان دپاکستاني قام دطاقت علامت وؤ چې ورسره په ميلاويدو ورته دا احساس کيدو چې ټوله نړۍ کې موجودو ښو خلکو سره په گډه دترهه گرۍ اؤ دخلکو دځانونو اخستونکو نظرياتو په ضد گډې هلې ځلې کول څومره اهم کار دى.

بيان کې جان کيري وئيلي دي چې دپيښور دسانحې په يو کال مکمليدو دټولو امريکائي وگړو له لوري پاکستاني اولس ته باور ورکوي چې هغوي دتشدد څخه دډک تندلاريتوب مقابلې اؤ ديو محفوظ، پياوړي پاکستان دجوړيدو په هلو ځلو کې دهغوي سره ولاړ دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG