لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دنړيوالې ورورولۍ لخوا شام کې د امن عمل ملاتړ


 ددغه قرارداد مقصد شام کې اوربند اؤ دسياسي مذاکراتو دعمل اغاز دى اؤ پکې وئيل شوي دي چې دشام دمستقبل فيصله به ددغه ځايې اولس کوي.
ددغه قرارداد مقصد شام کې اوربند اؤ دسياسي مذاکراتو دعمل اغاز دى اؤ پکې وئيل شوي دي چې دشام دمستقبل فيصله به ددغه ځايې اولس کوي.

دملگرو ملتونو امنيتي شورا يو متفقه قرارداد منظور کړى، چې پکې شام کې خواؤشا دپينځوؤ کلونو راهسې دروان جنگ دخاتمې په غرض دامن عمل دملاتړ اعلان شوى دى.

ددغه قرارداد مقصد شام کې اوربند اؤ دسياسي مذاکراتو دعمل اغاز دى اؤ پکې وئيل شوي دي چې دشام دمستقبل فيصله به ددغه ځايې اولس کوي.

قرارداد کې دشامي صدر بشارالاسد په اړه څه نۀ دي وئيل شوي.

دامنيتي شورا ١٥ؤ غړو دقرارداد ملاتړ کړى چې پکې دجنورۍ ٢٠١٦م پيل کې دباضابطه امن مذاکراتو دپيل کولو اؤ اوربند غږ شوى دى.

قرارداد کې دشام په مشرۍ دداسې سياسي عمل دملاتړ څرگندونه شوې چې اسانتيا به پکې ملگري ملتونه ورکوي.

قرارداد کې ملگرو ملتونو څخه غوښتنه شوې ده چې دشام دحکومت اؤ حزب اختلاف ترمينځ دې راتلونکې مياشتې څخه دامن مذاکرات پيل کړي.

دنړيوالو قوتونو استازو تيره ورځ نيويارک کې دشامي اوربند دوړانديز کړل شوې منصوبې مخ په وړاندې بوتللو لپاره راټول شوي وؤ، ددغه غونډې دمشرۍ کولو په مهال دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري وويل قرارداد کې ټولو اړونده خواؤ ته دا واضحه پيغام ترلاسه کيږي چې وخت راغلى بايد شام کې وژنې بندې کړل شي.

خواؤشا دپينځوؤ کلونو راهسې روانې دشام شخړه کې تر دې مهاله 250,000 کسان وژل شوي اؤ ددغه هيواد دنيمې څخه زياته ابادي يا خو بې کوره شوې اؤ يا يې نورو هيوادونو کې پناه اخستې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG