لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنرال راحيل شريف کابل ته رسېدلی


څیړنکاران ګڼي چې د پاکستان د پوځ مشر د کابل دغه سفر به د دواړه هیوادونو تر منځ تاؤ تریخوالی کم کړي .
څیړنکاران ګڼي چې د پاکستان د پوځ مشر د کابل دغه سفر به د دواړه هیوادونو تر منځ تاؤ تریخوالی کم کړي .

د پاکستان د پوځ مشر جنرال راحيل شريف نن د اتوار په ورځ د افغانستان په يو ورځنۍ دوره کابل ته رسېدلی دی .

د پاکستان د پوځ وياند لفټننټ جنرال عاصم باجوه نن سحر په ټويټر باندې يو پېغام کې وئيلي ، چې د پوځ سرلښکر په خلوص نيت او خوشبينۍ د افغانستان سره د سرحدي انتظام او امن عمل دپاره کابل ته ځي .

عاصم باجوه له دې وړاندې وئيلي ؤ چې د پوځ سرلښکر به په دغه يو ورځنۍ دوره کې د افغان سياسي او پوځي مشرانو سره ويني .

د پاکستان د پوځ مشر به په خپله دغه دوره کې د افغان صدر محمد اشرف غني او سترانتظامي مشر عبدالله عبدالله سره لیده کاته وکړي .

د افغانستان د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل وايس اف امريکا ته وئيلي چې افغان چارواکو سره د جنرال راحیل د خبرو اصلي مسله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د باور د فضا پیاوړي کیدل دي .

ښاغلي فیصل ووئیل "په دې کې طبیعي ده چې یوه موضوع د سولې ده او د سولې مسله د افغانستان لپاره زیات ارزښت لري، د افغانستان حکومت د سولې خبرو لپاره اماده ګي لري، ولې مهمه مسله داده چې د سولې خبرې باید د جنګ د پای پیلامه وي، جنګ باید پای ته ورسوي او که چیرې د سولې خبرې پیلیږي نو وسله وال طالبان دې بې ګناه افغانان نه وژني او د بې ګناه افغانانو قتل عام ته دې د پای ټکی کیږدي او پاکستان هم هغه طالبان چې پر یوه لاس یې سولې ته اماده کوي پر بل لاس دې هغوی ته وسله نه ورکوي او د مخالفینو د ملاتړ څخه دې لاس واخلي، بنآ د سولې لپاره پلان شته خو دا چې څه وخت شروع کیږي هغه یې بعدي مرحله ده".

د پاکستان د پوځ سرلښکر په داسې مهال د کابل سفر کړی چې دوه ورځې د هند وزيراعظم نريندر مودي هم د افغانستان په دور ورغلی ؤ . او مودي د کابل نه په واپسۍ لاهور کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف سره ليدلي .

د پاکستان او افغانستان په اړیکو نظر لرونکي څیړنکاران ګڼي چې د پاکستان د پوځ مشر د کابل دغه سفر به د دواړه هیوادونو تر منځ تاؤ تریخوالی کم کړي.

د روان کال د جولائۍ د مياشتې په اوومه نېټه د پاکستان په کوربه توب د سېلګرۍ سيمه مري کې د افغان حکومت او طالبانو ترمينځ په لمړي ځل مخامخ خبرې شوې وې چې پکې د امريکا او چين استازو هم ګډون کړی ؤ .

خو د جولائۍ په اخر کې په دويم ځل بيا په پاکستان کې دغه ټاکل شوې خبرې هغه وخت د ځنډ ښکار شوې چې د طالبانو د مشر ملاعمر د مړينې خبر مخې ته راغی .

له دې وروستو د افغانستان پلازمينې کابل ترڅنګ د دغه هېواد په بيلابيلو سيمو کې د بدامنۍ پېښې سېوا شوې ، کابل کې د بريدونو سره په کندوز طالبان ورختلي او په ځينو نورو سيمو کې د طالبانو او افغان امنيتي ځواکونو ترمينځ نښتې شوي دي .

د افغانستان لخوا په پاکستان دغه تورونه لګي چې په دغه هېواد کې په امنيتي سرتېرو حمله کوؤنکو ته د پاکستان ملاتړ حاصل دی ، خو پاکستان دغه تورونه ردوي ، اود جولائۍ دمياشت نه پس د دغو تورونو په ترڅ کې د دواړو هېوادونو اړيکې ترينګلې شوې وې .

خو په دغه لړ کې بیا د پاکستان پښتون ملت پاله ګوندونو مشرانو د کابل سفر کړی وو . او د دغه سفر وروستو بیا افغان صدر ډاکټر اشرف غني د اسیا زړه غونډه کې د ګډون دپاره اسلام اباد ته راغلی ؤ .

د پاکستان لخوا تل دغه خبره کيږي چې په پاکستان کې د سولې د عمل ملاتړ کو ي او په دغه لړ کې د سهولت کار کردار ادا کولو ته تيار دی ، او په وروستيو کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وئيلي په طالبانو تر يو حده اثر لري او ټول يې د قابو لاندې نه دي .

د اسيا زړه غونډه کې د افغان صدر د ګډون نه پس دا د پاکستان د پوځ سرلښکر د کابل لمړی سفر دی . جنرال راحيل شريف په وروستي ځل د روان کال د مئ په مياشت کې د وزيراعظم نوازشريف سره د کابل په سفر ورغلی ؤ .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG