د پاکستان پنجاب صوبې په سيالکوټ سيمه کې د پوليس د ترهګرۍ په ضدکارکوؤنکې څانګې (سي ټي ډي) لخوا د داعش ډلې په سيل يا مرکز د چهاپې په مهال د دغه ډلې سره کارکوؤنکو اته مشکوک کسانود نيولو ادعا شوې ده .
د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ورځپاڼې ډان په خپل يو راپور کې وئيلي چې د نيول شوؤ کسانو نه وسله، چاؤدېدونکي باردودي مواد، لېپ ټاپونه او دداعش د تبليع سي ډياني او نور مواد ترلاسه کړی شوي دي .
رپورټ د تفتيش کارو لخوا وئيلي چې مشکوک کسانو بېعت کړی چې په پاکستان کې به د جمهوريت د خاتمې او خلافت د پېژندګلو دپاره وسله په لاس مبارزه کوي . رپورټ زياته کړې چې دغه کسان د پنجاب د مختلفو برخو نه نيول شوي خو مرکز يې سيالکوټ ؤ او په ملک کې د عملياتو کولو دپاره يې په ضلع کې بنيادي ډهانچه جوړه کړې ده .
رپورټ کې زياته کړی شوې چې نيول شوؤکسانو کې درېو وسله وال تربيت حاصل کړی دی .
رپورټ کې دغو عملياتو ته په پاکستان د خپل نوعيت لمړۍ کارروائي وئيل شوې ده چې سي ټي ډي د يوې ډلې نېټ ورک مات کړی دی .
تفتيش کارو وئيلي چې دغو مشکوک کسانو د پنجاب په مختلفو برخو کې ځان سره نور کسان بهرتي کول، او د نيول شوؤ کسانو پېژندګلو د جواداحمد، عامرسهېل، اعجازاحمد، عدنان بابر، سعيداحمد، ياسرعلي، همزه امتياز او وقاص احمد په نومونو شوې ده .
رپورټ وايي د نيول شوؤ کسانو اصل تعلق د جماعت الدعوه ډلې سره دی خو وروستو په داعش کې شامل شوي دي .
د داعش نيول شوؤ غړو به يو بل سره د سوشل ميډيا او سکائپ د لارې رابطې کولې ددې دپاره چې د ګرفتارۍ نه بچ شي .
د تفتيش کارو د دستاويزاتو ترمخه نيول شوي کسان پاکستان کې جمهوريت ناخوښه ګڼي د پوليس او پوځ نه نفرت کوي، او خلکو ته به يې دغه رنګ ويډيوز هم ښکاره کولې .
د ورځپاڼې په رپورټ کې د نيول شوؤ مشکوک کسانو په داعش کې شاميليدو ، د دويې د ارادو او داعش د مشرانو سره اړيکو او د دغه ډلې مشر ابوبکر البغدادي د بېعت کولو تفصيل وئيل شوی دی .
په شام او عراق کې د فعاله تُندروه ډلې داعش په پنجاب کې د غړو نيولو او نيټ ورک ماتولو رپورټ په داسې مهال مخې ته راغلی چې پاکستاني چارواکي د دغه ډلې په ملک کې د وجود خبرونه ردوي .
څو ورځې وړاندې د کراچۍ پوليس وئيلي ؤ چې د ملک په دغه اقتصادي مرکز کې د ښځو يوه منظمه ډله د داعش دپاره کار کوي .
او له دې وړاندې هم د ملک په مختلفو برخو کې د داعش دپاره په ديوالونو وال چاکنګ او د دغه ډلې پمفلټې ليدل شوي دي .