لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مردان کې دنادرا دفتر مخې ته ځانمرګي بريد کې ۲۲ مړه ۴۹ژوبل


د چاؤدنې په نتيجه کې وژل شوي عام ځايي خلک دي او د دفتر په دوازه ولاړ ساتونکی هم پکې د منځه تلی دی . 

د پاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په مردان سيمه کې د نهې په ورځ ترسره شوي يو ځانمرګي بريد کې لږ ترلږه ۲۲ کسان وژل شوي اؤ ۴۹ نور ژوبل شوي دي.

د مردان ډويژن ډپټي انسپکټر جنرل سعيد وزير ميډيا سره خبرو کې پخلى کړى دى چې دغه يو ځانمرګي بريد دى اؤ زياته کړې يې ده چې چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې د نادرا د دفتر په دروازه ولاړ ساتونکي بريدکوونکى اودورولو .

هغه وويئل ځانمرګی په يو موټرسائيکل سور ؤ اؤ کله چې هغه دننه دتللو څخه منعې کړى شو نو دغه موټر سائيکل يې د دروازې سره ټکر کړو .

پېښه کې مړي او ژوبل د مردان مېډيکل کمپليکس او ضلعي روغتون ته وړل شوي دي ، د روغتون چاروکو پخلی کړی چې ۱۸مړي مردان ميډيکل کمپليکس او ۴ ضلعي مرکزي روغتون ته راوړل شوي دي .

د چاؤدنې په نتيجه کې وژل شوي عام ځايي خلک دي او د دفتر په دوازه ولاړ ساتونکی هم پکې د منځه تلی دی .

چارواکو وئيلي په ژوبلو کې د څلورو روغتيايي حالت خطرناک وو او هغويې د پېښور ليډي ريډنګ روغتون ته وړل شوي دي .

چارواکو وئيلي دغه چاؤدنه د نيشنل ډيټابيس اينډ رجسټريشن اتهارټۍ(نادرا) ددفتر سره نزدې شوې ده، دچاؤدنې په مهال دفتر کې دخلکو ګڼه ګوڼه وه، دپيښې په ځايې کې د انساني بدن ټکړې خوارۀ وارۀ پراتۀ دي اؤ سرچينې وائي چې د مړو شمېر کې دزياتوالي انديښنه ده.

د مردان ډي ائي جې وئيلي که ځانمرګی دفتر ته ورننوتی وی ، نو ډېر زاني زيان به رامنځته شوی وی .

د ميډيا راپورونو ترمخه د تحريک طالبان پاکستان د جماعت الاحرار په نوم ډلې د دغه بريد زمه واري په غاړه اخيستې او د دغه ډول نورو بريدونو دړکه يې کړې چې سرکاري ودانۍ به په نښه کوي .

دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو ترمخه چاؤدنه کې داتوؤ څخه لسو کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي دي.

مردان کې دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې ده چې دچارواکو په وينا هم نن دخيبرپښتونخوا دکوهاټ په سنټرل جيل کې څلور ترهه گر تيزندي کړل شوي اؤ پوځ دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته سيمه تيراه کې فضائي کارروائي کړې چې پکې څلور جنگيالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG