د امريکې پوځ وئيلي چې د داعش يو مشر په چا باندې چې تېره مياشت پېرس کې د حملو کولو د مشرۍ تور ؤ ، هغه په شام کې د اتحادي ځواکونو په بمبارۍ کې وژل شوی دی .
د اتحاد يو وياند کرنل اسټيو وارن د نهې په ورځ يو خبري کانفرنس ته د وينا په مهال وئيلي شراف المودان تېره اوونۍ په ۲۴م دسمبر وژل شوی دی .
هغه ووئيل چې د مودان د عبدالحامد عبود سره اړيکې وې ، د چا په اړه چې وئيل کيږي چې هغه د پېرس حملو کې د تېزو هلوځلو کوؤنکي سيل سره په رابطه کې ؤ .
پېرس کې په شوؤ حملو کې لږ تر لږه ۱۳۰ کسان وژل شوي وو .
عبود په ۱۳م نومبر د پېرس حملو نه څو ورځې پس پوليس سره په نښته کې وژل شوی ؤ .
وارن وئيلي مودان د غرب په ضد د حملو کولو په هڅه کې ؤ، خو نوموړي دا نه ده په ډاګه کړې چې د هغه د حملو هدف امريکا يا يورپ يا دواړه وو .
وارن وئيلي د اتحاد لخوا په تېره مياشت کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې د داعش ټول لس د سر کسان وژل شوي دي .
هغه وئيلي تر څو پورې چې د داعش لخوا د بهرنو حملو دپاره منصوبه بندي کوؤنکي دي امريکايي پوځ به هغه هدف جوړوي او وژني به يي .