لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان ته دنورو امريکائي پوځيانو دليږل کيدو امکان شته،امريکائي جنرال

 جنرل جان کيمبل يو ايس اى ټوډي سره يوه مرکه کې وويل افغانستان کې دامريکائي اؤ نيټو ځواکونو دکمانډر په توګه دا دهغه دکار برخه ده چې په ځمکه دصورتحال پرله پسې جاج واخلي اؤ ددې دنتيجو څخه واشنګټن خبر وساتي اؤ دخپل تجويز څخه دسيکورټي چيف خبرولو لپاره هغه ډير زر دواشنګټن دوره کوي.

افغانستان کې دامريکائي ځواکونو کمانډر جنرل جان کيمبل وئيلي دي هغه امريکائي صدر براک اوباما څخه دافغان ځواکونو مرستې لپاره دنورو امريکائي پوځيانو دليږلو غوښتنه کولى شي.

په عين حال کې دامريکا دخارجه محکحمې يوچارواکي وئيلي دي امريکا به په طالبانو دلګيدلو بنديزونو تر هاغه وخته ملاتړ نۀ کوي ترڅو چې هغوي دخبرو اترو افغان امن عمل لپاره خپل اخلاص نۀ وي څرګند کړى.

جنرل جان کيمبل يو ايس اى ټوډي سره يوه مرکه کې وويل افغانستان کې دامريکائي اؤ نيټو ځواکونو دکمانډر په توګه دا دهغه دکار برخه ده چې په ځمکه دصورتحال پرله پسې جاج واخلي اؤ ددې دنتيجو څخه واشنګټن خبر وساتي اؤ دخپل تجويز څخه دسيکورټي چيف خبرولو لپاره هغه ډير زر دواشنګټن دوره کوي.

هغه وويل هر ځل صدر سره ويني اؤ کله چې ورته وائي چې ديو څيز ضرورت دى ورته نو له خوش بختۍ څخه يې ورته هغه ورکوي هم، دهغه په قول صدر اوباما نرم مزاجه دى.

هغه وويل چې دافغان ځواکونو دتربيې اؤ ترهه ګرۍ په ضد عملياتو لپاره افغانستان کې د٩٨٠٠ امريکائي پوځيانو اوسنۍ موجودګي زياته ضروري ده اؤ په لمړي جون ٢٠١٧م کې دځواکونو دشميرې ٥٥٠٠ؤ ته راکمول په فوري توګه ځنډول پکار دي.

جنرل کيمبل وويل هغه به نۀ يواځې دا چې دموجوده ځواکونو دشميرې دبرقراره ساتلو خواست کوي بلکې که ضرورت پيښ شو نو دنورو پوځيانو افغانستان ته دليږلو غوښتنه هم کولى شي.

کانګريس کې داوسنو اوريدنو په مهال امريکائي ډيپلوماټانو اؤ عسکري چارواکو منلې ده چې افغانستان کي امنيتي وضعه خرابه شوې ده، افغانستان کې دتشدد څخه ډکو بريدونو کې اضافه راغلې اؤ طالب جنګيالو اؤ افغان پوځ دواړو ته زياته مرګ ژوبله اوښتې.

خارجه محکمه کې ديو بريفنګ په مهال وياند مارک ټور ددې خبرونو هرکلى کړى چې افغان چارواکي اؤ طالب جنګيالي به راتلونکې اوونۍ کې دخبرو اترو دوهم پړاؤ ترسره کوي.

سږکال دجولا ئي مياشت کې دپاکستان دسيلگرۍ په مقام مري کې دپاکستان په کوربه توب دافغان حکومت اؤ طالبانو داستازو ترمينځ په لمړي ځل نيغ په نيغه مذاکرات شوي وؤ چې پکې دامريکا اؤ چين استازو هم دمبصرينو په توگه گډون کړى ؤ.

وروستو دافغان طالبانو دمشر ملا عمر دمړينې دانکشاف کيدو وروستو دسولې خبرې اترې ځنډيدلې وې.

دپاکستان، چين اؤ امريکا چارواکي به دغو خبرو اترو کې دمبصرينو په توګه برخه اخلي.

وياند وويل چې امريکا دافغانانو په مشرۍ دافغان امن عمل ملاتړ کوي تر څو دې سره افغانستان کې روان تشدد ختم اؤ افغانستان اؤ سيمه کې تلپاتې ثبات پځايې شي

هغه وويل مونږ دطالبانو اؤ افغان حکومت ترمينځ دخبرو اترو هرکلى کوؤ.

کله چې هغه څخه پوښتنه وشوه چې په هاغه روسي تجويز دې تبصره وکړي دکوم ترمخه چې خبرو اترو لپاره دطالبانو دډاډمن کولو لپاره دهغوي څخه بنديزونه پورته کيدل پکار دي نو هغه وويل چې تر هاغه وخته به مونږ دطالبانو په ضد دبنديزونو ملاتړ دوامداره ساتو ترڅو چې هغوي دجوړجاړي دعمل لپاره دسنجيده ژمنې څرګندونه نۀ وي کړي.

هغه وويل مونږ يواځې ديوې ښې اؤ تعميري لمړۍ غونډې په اساس بنديزونه نۀ پورته کوؤ، مونږ ته ددې ليدلو ضرورت دى چې طالبان مثبت ګامونه واخلي اؤ معلومه شي چې هغوي دامن په اړه سنجيده دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG