لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: پوځي افسر دبجلۍ لائن قطع کولوپه سردمحمکې کارمندوژلی


د تفتيش وروستو مېجر زاهد پوځ ته په تحويل کې ورکړی شوی دی .
د تفتيش وروستو مېجر زاهد پوځ ته په تحويل کې ورکړی شوی دی .

راپورونه وايي د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د بجلۍ د محکمې د يو کارمند د وژنې په تور کې د پوځ يو افسر او د هغه مرستيال نيول شوي دي .

د پوليس په وينا د اسلام اباد د بجلۍ محکمې (ائيسکو) يو مرستيال لائن مېن محبوب احمد د بِل نه ورکولو په وجه د شورو په ورځ د ډيفنس فېز ټو علاقې ته د مېجر زاهد کور ته تلی د بجلۍ لائن قطع کولو پسې ورغلی ؤ .

مېجر زاهد تور لګولی چې ائيسکو ورپسې د تېرو څو مياشتو راهسې د بجلۍ غلط بل ورلېږو ، او په دغه خبره يې د لائن مېن سره خبرې اړولي دي .

وروستو مېجر زاهد په مبينه توګه په محبوب په تماچه ډزې کړي او وژلی يې دی ، او بيا يې د خپل يو رشته دار په مرسته مړی د ګوجرخان په علاقه کې ښخ کړی ؤ .

راپورونه وايي د ائيسکو ملازمينو د کارمند په بې درکۍ احتجاج کړی دی ، او د تفتيش وروستو مېجر زاهد پوځ ته په تحويل کې ورکړی شوی دی . او پېښه کې ککړ بل کس پوليس ته ورکړی شوی او مقدمه پرې درج کړی شوې ده .

بل لور ته د اوبو او بجلۍ مرکزي وزير د ائيسکو محکمې د کارمند وژنه غندلې او په پېښه يې افسوس څرګند کړی دی ، نوموړي د وژل شوي نوکر کورنۍ له د ۳۰لاکه روپو ورکولو اعلان کړی دی .

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG