لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حکومت دداعش مخنيوي لپاره ژمن دى،اشرف غني

 دشورو په ورځ دافغانستان په ختيز ښار جلال اباد کې په سلگونو کسانو په سړکونو مظاهرې کړې وې اؤ حکومت څخه يې غوښتنه کړې وه چې ننگرهار ولايت کې دې دتندروه ډلې داعش اؤ طالب جنگيالو په ضد پوځي عمليات پيل کړي.

جلال اباد کې دشورو په ورځ دترسره شوؤ حکومت مخالفومظاهرو څخه وروستو افغان صدر اشرف غني وئيلي دي چې افغان امنيتي ځواکونو تيره اوونۍ ترسره شوؤ بيلا بيلو عملياتو کې دداعش په لسگونو تندلاري وژلي دي.

دشورو په ورځ دافغانستان په ختيز ښار جلال اباد کې په سلگونو کسانو په سړکونو مظاهرې کړې وې اؤ حکومت څخه يې غوښتنه کړې وه چې ننگرهار ولايت کې دې دتندروه ډلې داعش اؤ طالب جنگيالو په ضد پوځي عمليات پيل کړي.

مظاهرينو دداعش اؤ طالبانو په ضد نعرې وهلې وې اؤ په حکومت يې تور لگولى ؤ چې ددغو ډلو مخنيوي لپاره مناسب گامونه نۀ اخلي.

کابل کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال افغان صدر اشرف غني وويل چې افغان حکومت دداعش دخطرې مخنيوي لپاره ژمن دى.

داطلاعاتو ترمخه پاکستان سره پيوست افغان ولايت ننگرهار کې داعش خپلې ځالې جوړې کړې دکوم په ضد چې افغان ځواکونه عمليات کوي.

صدر غني وويل چې طالبانو سره دممکنه امن مذاکراتو دجزئياتو فيصله کولو لپاره راتلونکې مياشت کې متوقع غونډه کې دطالبانو دتحريک هاغو ډلو سره درابطو په اړه دخبرو ضرورت دى کومې چې دتشدد دلارې پريښودو ته تيارې وې.

پاکستان، افغانستان، چين اؤ دامريکا استازي دامن عمل دبحالۍ خبرو اترو لپاره جنورۍ کې اسلام اباد کې ليدنه کوي، دغه عمل جولا ئي ٢٠١٤م کې دطالب مشر ملا عمر دمړينې دخبرونو مخې ته دراتللو څخه وروستو دځنډ ښکار شوى ؤز

دقيادت په معامله دطالبانو ترمينځ دجگړو له امله هم دامن عمل دکاميابۍ امکانات متاثره شوي، حکومت لپاره دا معلومول گران دي چې حکومت مخالفه تحريک کې کومې ډلې دمذاکراتو په حق اؤ کومې يې په مخالفت کې دي.

دملا عمر پخواني مرستيال ملا اختر منصور تيرکال دجولا ئي مياشت کې دطالبانو مشري سمبال کړې وه اؤ دطالبانو ځينو ډلو دهغه مشري رد کړې وه.

صدر غني خبريالانو ته وئيلي دا واضحه ده چې طالبان په گڼو ډلو ويشل شوي اؤ يو موټى نۀ دي، دلته بنيادي ستونزه دانتخاب ده، دامن يا ترهه گرۍ دانتخاب، ترهه گري به بيخي نۀ شي زغملى.

دداعش په ضد دافغان پوځ صوبائي اؤ پوليسو ترڅنگ دطالبانو ځينې ډلې هم مصروفې دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG