لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د هند فضايي اډه باندې وسله وال بريد شوی


حمله کوؤنکو د ځواکونو ورديانې اچولې وې ، او په فضايي اډه يې بريد کړی دی .
حمله کوؤنکو د ځواکونو ورديانې اچولې وې ، او په فضايي اډه يې بريد کړی دی .

د پاکستان پولې سره نزدې د هند پنجاب رياست کې د پوځ په يو فضايي اډه باندې وسله وال بريد کې څلور حمله کوؤنکي او دوه امنيتي عسکر وژل شوي دي .

د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د خالي په سحر د پټهان کوټ په علاقه کې رامنځته شوې ده ، او وسله والو د هند فضايي اډې باندې بريد کړی دی .

پټهان کوټ د پاکستان سره په پوله پرته علاقه ده .

ځايي چارواکو وئيلي چې بريد کوؤنکي څلور وسله وال وژل شوي ، او وسله والو سره په نښته کې دوه امنيتي عسکر وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي .

چارواکو وئيلي حالات يې قابو کړي او په علاقه کې د لټون عمليات دوام لري .

راپورونه وايي چې حمله کوؤنکو د ځواکونو ورديانې اچولې وې ، او په فضايي اډه يې بريد کړی دی .

وئيل کيږي د پټهان کوټ فضايي اډه د هند د ولقې لاندې کشمير ته په تلونکې مرکزي لار باندې موقعيت لري .

هندي فضاييه باندې دغه حمله په داسې مهال شوې چې تېره اوونۍ د هند وزيراعظم د پاکستان په لنده دوره راغلی او وئيل کېدل چې د دغه دورې سره به د دواړو ملکونو اړيکې ښې شي .

تېر کال د اګست په مياشت کې د هند په ګورداس پور علاقه کې يو پوليس سټېشن باندې وسله وال بريد شوی ؤ چې پکې لږ ترلږه اووه کسان وژل شوي وو .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG