لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: دامنيتي ځواکونو په کاروان بمي چاؤدنه،دوه عسکر ژوبل


دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو موټروى تړلى اؤ فضائي څارنه پيل شوې ده.
دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو موټروى تړلى اؤ فضائي څارنه پيل شوې ده.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دامنيتي ځواکونو په کاروان بمي چاؤدنه شوې چې پکې لږ ترلږه دوه عسکر ژوبل شوي اؤ دامنيتي ځواکونو گاډي ته زيان رسيدلى دى.

دچاؤدنې وروستو امنيتي ځواکونو موټروى تړلى اؤ فضائي څارنه پيل شوې ده.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې ائي ايس پي ار ترمخه په موټروى ټول پلازې سره نزدې دامنيتي ځواکونو گاډى دريموټ کنټرول بم له لارې په نخښه کړل شوى دى.

دسرچينو ترمخه دامنيتي ځواکونو گاډى چې کله ټول پلازې څخه تيريدو نو په دغه مهال دسړک په غاړه دښخ کړل شوي ريموټ کنټرول بم چاؤدنه وشوه، په نخښه کړل شوي پوځي گاډي کې ١١ عسکر ناست وؤ چې پکې دوه ژوبل شوي اؤ دچاؤدنې په نتيجه کې گاډي ته زيان هم ورسيدو.

دبمونو دناکاره کوونکو پوليسو دډلې ترمخه چاؤدنه کې تر څلورو کلو گرامو پورې بارود استعمال شوي دي.

دپاکستاني طالبانو يو وياند محمد خراساني صحافيانو ته داي ميل له لارې ليږل پيغام کې ددغه چاؤدنې ذمه واري په غاړه اخستې ده.

تيره اوونۍ دخيبرپښتونخوا صوبې مردان سيمه کې دنادرا يو ځانمرگي بريد هم ترسره شوى ؤ چې پکې خواؤشا ٢٦ کسان وژل شوي اؤ د٤٠ؤ څخه زيات نور ژوبل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG