سعودي عرب د ايران سره خپلې سفارتي اړيکې ختمې کړي او د ايران سفارتکارو ته يې د رياض په ۸ ۴ ساعتونوکې د پرېښودو وئيلي دي .
د سعودي عرب خارجه وزير عادل الجبېر د اتوار په ورځ ناوخته اعلان کړی چې د ايران ټول سفارتکار دې په ۴۸ ساعتونو کې د سعودي عرب نه لاړ شي .
خبريالانو سره په خبرو کې نوموړي وئيلي چې ايران ته به اجازت ور نه کړي چې د سعودي امنيت کمزوری کړي .
دغه ګام د خالي په ورځ د سعودي عرب لويي ناقد او شيعه عالم شېخ نمرالنمر د اعدام کولو نه پس د رامنځته شوي صورت حال په ترڅ کې پورته کړی شوی دی .
ايران د نمر په اعدام سخت غبرګون ښکاره کړی او په تهران کې مظاهره چيان د سعودي عرب په سفارتخانه ورختلي او توړ پوړ يې پکې کړی ؤ .
النمر ته په کال ۲۰۱۴م کې په ملک کې د بغاوت ترڅنګ په نورو جرمونو کې د مرګ سزا اورول شوې وه او د خالي په ورځ د نورو ۴۶ کسانو سره هغه هم اعدام کړی شوی ؤ .
د سعودي عرب په ختيزو سيمو کې په کال ۲۰۱۱م کې د شيعه ډلې لخوا په ترسره شوؤ مظاهرو کې شېخ النمر مرکزي کردار ؤ .
د اعدام د سزا ورکولو نه پس د سعودي عرب په حکومت باندې په نړيواله کچه نيوکې کيږي ، او ايران په خپل غبرګون کې سعودي عرب ته خبرداری ورکړی چې شاهي کورنۍ ته به د دې قېمت ورکول وي .
د امريکې محکمه خارجه په يو بيان کې وئيلي چې واشنګټن د سيمې په مشرانو زور راوړي چې د کشالې ختمولو په لړ کې مثبت رول ادا کړي .
بيان کې د صدر اوباما انتظاميي وئيلي چې سفارتي اړيکې او نېغ په نېغه خبرې اترې د شخړو په حل کې مهمې دي .
په ايران کې د سعودي عرب په سفارتخانه د ورختلو په تور کې ۴۰ کسان نيول شوي او صدر حسن روحاني د دغه پېښې غندنه کړې ده .
خو د ايران روحاني مشر ايت الله خامنه ايي د شېخ نمر په اعدامولو غبرګون څرګند کړی او وئيلي يي دي سعودي عرب به د انتقام الهي سره مخ کيږي .
د انقلاب پاسدارانو په يو بيان کې وئيلي چې د نمر وژنه به د سعودي عرب د شهنشاهيت د زوال سبب جوړيږي ، او پوځ نمر ته د مرګ سزا ورکول د قرون وسطي بربريت وئيلی دی .
په عراق کې د شيعه مسلک يو ستر مشر ايت الله علي سيستاني د نمر اعدام ته ناانصافي او جارحيت وئيلی دی .
لبنان کې يو اهم شيعه مشر نمر د مرګ په سزا ورکولو سره خبرداری ورکړی دی چې شېخ عبدالامير قبلان وايي چې په راتلونکې کې به د دغه جرم ردعمل مخې ته راځي .
د منځني ختيز نه علاوه انګلېنډ، هند او پاکستان کې هم د شيعه مسلک سره تعلق لرونکو شېخ نمر ته د اعدام د سزا ورکولو په ضد مظاهرې کړي دي .