لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سعودي نه پس بحرېن او سوډان هم ايران سره سفارتي اړيکې قطع کړي


تهران کې مظاهره چيان د سعودي عرب په سفارتخانه ورختلي هلته يي اُور اچولی او توړ پوړ يې کړی ؤ .
تهران کې مظاهره چيان د سعودي عرب په سفارتخانه ورختلي هلته يي اُور اچولی او توړ پوړ يې کړی ؤ .

د سعودي عرب اتحاديانو هم نن د ګل په ورځ د ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي او د رياض د هغې پريکړې ملاتړ يې کړی چې ايران سره يې د هغې وروستو د اړيکو ختمولو اعلان کړی ؤ کله چې په تهران کې مظاهره چيان د سعودي عرب په سفارت خانه وروختل .

بحرېن او سعوډان نن د ګل په ورځ ايران سره سفارتي اړيکې ختمې کړي او متحده عرب اماراتو هم د ايران سره د سفارتي اړيکو کمولو او خپل ملک کې د ايران د سفارتي اهلکارو محدود کولو اعلان کړی دی .

سعودي عرب کې د شيعه مسلک د يو عالم دين شېخ نم النمر د اعدام کولو نه وروستو په ايران کې يو شمېر مظاهره چيان د سعودي عرب په سفارتخانه ورختلي اُور يې اچولی او توړ پوړ يې کړی ؤ .

د دغه پېښې نه پس سعودي عرب د تهران نه خپل سفارتکار بيرته بللي او ايراني سفارتکارو ته يې په دوه ورځو کې د سعودي پرېښودو وئيلي وو .

د بحرېن سرکاري خبري ادارې (بي اېن ای) وئيلي چې حکومت يې ايراني سفارتکارو ته د ملک نه په ۴۸ ساعتونو کې د وتلو وئيلي دي .

بل لور ته د منځني ختيز يو بل مهم ملک او د سعودي عرب اتحادي متحده عرب امارات د سرکاري خبري ادارې (ډبيلو ای اېم) ترمخه حکومت يې ايران سره د تعلقاتو کمولو او سفارتکارو محدود کولو اعلان کړی دی .

"متحده عر ب امارت د اسلامي جمهوريه ايران د سفارتي استازو کمولو او ناظم الامور سطحې ته راوستو او په ملک کې د ايراني سفارتکارو د شمېرې کمولو پرېکړه کړې ده".

هلته بيا افريقايي ملک سوډان هم د سعودي په سفارتخانه د حملې په ضد احتجاجاً ايران سره د سفارتي اړيکو ختمولو اعلان کړی دی .

د سوډان خارجه وزير په يو بيان کې وئيلي " تهران کې په سعودي سفارتخانه او مشهد کې په قونصلګرۍ د حملې په ځواب کې د سوډان حکومت د اسلامي جمهوري ايران سره په سمدستي توګه د اړيکو ختمولو اعلان کوي" .

د ايران دخارجه وزارت وياند حسېن جابر انصاري نن د ګل په سحر يوې خبري غونډې ته په وينا کې وئيلي چې ايران په سعودي عرب کې د خپلو سفارتکارو بيرته راوستو تياری کوي خو نوموړي وئيلي په دويې کې تراوسه پورې چا ملک نه دی پرېښودی .

نوموړي د سعودي عرب په دغه پرېکړه نيوکې کړي او زياته کړې يې ده چې سعودي عرب په دغه ډول ګامونو پورته کولو په سيمه کې اړي ګړي جوړولو ته لمن وهي .

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG