د پاکستان د پنجاب صوبې د قانون وزير راناثناالله وئيلي چې د پاکستان نه خواؤشا ۱۰۰ کسان عراق او شام ته په تُندروه ډله داعش کې د شاميليدو دپاره تلي دي .
راپورونه وايي راناثناالله نن د ګل په ورځ د پنجاب صوبې په فېصل اباد سيمه کې رسنيو سره په خبرو کې دغه اعتراف کړی دی .
هغه وئيلي " د نورو ملکونو نه په (داعش کې د شاميليدو دپاره) په سلګونو کسان تلي دي ، خو د پاکستان نه چې تراوسه پورې د تلونکو کسانو پلټنې شوي د هغې ترمخه دغه شمېره د ۱۰۰ نه زياته نه ده " .
نوموړي زياته کړې چې " د ګردې نړۍ نه خلک عراق او شام ته ځي او برطانيې په ريکارډ دا خبره کړې ده چې د ۷۰۰ نه زيات وګړي يي تلي دي ، د فرانس نه د ۱۰۰۰ نه زيات تلي دي، ولې تراوسه پورې يو ځايې هم ونه وئيل شو چې فرانس کې داعش وجود لري يا يي هلته قبضه کړې ده يا يي هلته پنجې کلکې کړي دي " .
راناثناالله يو ځل بيا د پاکستان د حکومت هغه ژمنه تکرار کړه چې داعش به په پاکستان يا پنجاب کې جرړو کلکولو ته نه شي پرېښودی .
د پنجاب صوبې د قانون وزير وئيلي چې د پوليس د ترهګرۍ د مخنيوي څانګې په تېرو څو ورځو کې د پنجاب په مختلفو برخو کې عمليات کړي او داعش سره په تړاؤ يې ۴۲ مشکوک کسان نيولي دي .
هغه ووئيلي نيول شوي کسان هغه دي چې داعش پله يې د خلکو رابللو منصوبه بندي کوله .
راپورونه وايي په نيول شوؤ کسانو کې په مبينه توګه د داعش د اسلام اباد دپاره مشر عامرمنصور او د هغه نائب عبدالله منصوري او د دغه ډلې د سندهـ صوبې مشر عمرکاټهيو هم شامل دي .
تېره اوونۍ د پنجاب صوبې په سيالکوټ سيمه کې د داعش سره اړونده ۱۳ کسانو د نيولو نه پس دغه عمليات تېز کړی شوي دي .
تېره اوونۍ دا خبر هم مخې ته راغلی ؤ چې د پنجاب صوبې سرښار لاهور سره تعلق لرونکې درې ښځې د څو نورو کسانو پشمول داعش کې د شموليت دپاره شام ته تلي دي . د پنجاب حکومت وئيلي په دغې اړه پلټنې کوي .
پاکستان کې دا لمړی ځل دی چې کوم لوړ پوړي وزير په ملک کې د داعش په اړه ډاګيز بيان ورکړی دی .
له دې وړاندې د پاکستان چارواکو تل دغه خبره کړې چې په ملک کې داعش ډله په منظم ډول وجود نه لري ، او حکومت د دغه خطرې نه خبر دی او ملکي امنيتي ادارې د دې د مخنيوي دپاره چمتو دي .