دپاکستاني وزيراعظم نوازشريف دسري لنکا ددرې ورځني سفر په مهال دسري لنکا اؤ پاکستان ترمينځ دترهه گرو دمالي مرستو دمخنيوي په گډون په ٨ؤ تړونونو اؤ يادداښتونو لاسليکونه شوي دي.
دسري لنکا ددورې په دوهمه ورځ وزيراعظم نوازشريف ته صدارتي محل ته په رسيدو دسري لنکا صدر متهري پالا سري سينا هرکلى وئيلى اؤ ددواړو مشرانو ترمينځ دهيئتونو په کچه ليدنه شوې چې پکې په دوه اړخيزو اړيکو خبرې اترې شوي دي.
دليدنې څخه وروستو دپاکستان اؤ سري لنکا ترمينځ په اتوؤ بيلا بيلو تړونونو لاسليکونه وشول چې پکې دترهه گرو دمالي مرستې دمخنيوي لوظنامه هم شامل ده، نورو تړونونو کې سائنس اؤ ټيکنالوجي، صحت، تجارت، دفاعي پيداوار اؤ دجيولري څانگه کې مرسته شامله ده.
په تړونونو دلاسليک څخه وروستو دستورې ته دوينا په مهال پاکستاني وزيراعظم نوازشريف وويل چې خبرو اترو سره به ددواړو هيوادونو اړيکې مضبوطيږي،هغه وويل دخپل مينځي تجارت حجم به يو ارب ډالرو ته درسولو هدف پوره کوؤ
نوازشريف وويل دواړو هيوادونو دتعليم، روغتيا اؤ ثقافت څانگو کې په مرسته اتفاق کړى دى.
دسري لنکا صدر متهري پالاسري سينا دخپلې وينا په مهال وويل دپاکستان اؤ سري لنکا ترمينځ اړيکې مثالي دي.
دسري لنکا ددغه درې ورځنۍ دورې په مهال وزيراعظم نوازشريف سره دخارجه چارو مشاور سرتاج عزيو، دقومي سلامتۍ مشاور ليفټننټ جنرل ناصر جنجوعه، دتجارت وفاقي وزير خرم دستگير اؤ ددفاعي پيداوار وفاقي وزير رانا تنوير هم ملگري دي.