لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان داخله وزارت: په ختیزو صوبو کې ١٧٦٦ مخالفه وسله وال وژل شوي


د صديقي په وينا هر کله چې د سولې خبرې پېلیږي، د دولت مخالفه وسله وال خپلو بریدونو ته زور ورکوي .
د صديقي په وينا هر کله چې د سولې خبرې پېلیږي، د دولت مخالفه وسله وال خپلو بریدونو ته زور ورکوي .

د افغانستان د کورنو چارو وزارت وایي، د حکومت مخالفه وسله وال ترهګر بريدونه د دې فشار په توګه کارول غواړي چې د سولې په خبرو کې ونډه واخلي .

د کورنو چارو د وزارت ویاند صدیق صدیقي نن د نهې په ورځ کابل کې يوې خبري غونډې ته په وينا کې ووئيل ، هر کله چې د سولې خبرې پېلیږي، د دولت مخالفه وسله وال خپلو بریدونو ته زور ورکوي .

هغه ووئیل "هرکله چې د سولې یا مذاکراتو د خبرو غږ پورته کیږي، ترهګرې ډلې هڅه کوي، چې لا په زیاتو ترهګر بریدونو لاس پورې کړي ، تر څو په یو ډول ځان په مخصوص ډول ښکاره کړي خو د افغانستان ملت د دې فشارونو لاندې نه راځي، د ترهګرو په وړاندې زموږ جګړه ملي او ختمي ده."

د کورنیو چارو وزارت دا څرګندونې په داسې حال کې کړي ، چې ټاکل شوې د روانې میاشتې په یوولسمه نیټه د پاکستان پلازمينه اسلام اباد کې د افغان سولې په تړاؤ څلور اړخیزه غونډه جوړه شي .

په دغه غونډه کې به د افغانستان، پاکستان ، امريکې او چين استازي ګډون کوي .

صدیقي خبري غونډې ته په وينا کې زياته کړه، افغان ځواکونو د ملک ختيزو صوبو په سرحدي سیمو کې د حکومت مخالفینو وسله والو په وړاندې عملیاتو کې ۱۷۶۶ وسله‌ وال مخالفین وژلي او په دغوعملياتو کې ۱۱۳۱ نور ژوبل کړی شوي دي .

د ننګرهار د نازیانو ولسوالۍ په سرحدي سیمو کې د سرحدي پولیسو په یوه چهاپه کې ۹ بهرني جنګیالي نیول شوي ، چې د تحقیقاتو لپاره کابل ته لیږدول شوي دي .

صديقي وئيلي د نيول شوؤ کسانو نه په غټه کچه وسله هم ترلاسه کړی شوې ده .

د کورنو چارو د وزارت وياند د کابل د تیرې شپې موټربم چاؤدنې په اړه ووئيل، په دې چاودنه کې د ۹ ښځو په ګډون ۳۶ ملکي افغانان ژوبل شوي دي .

هغه وویل په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي چې پېژندګلو یې لا نه ده شوې .

طالبانو د دې موټربم برید زمه واري منلی ده .

صدیق صدیقي ووئیل، د بلخ ولایت (صوبې) مرکز مزارشریف کې د هندپه قونصلګرۍ برید د درېو بریدکوونکو په وژل کېدو پای ته رسیدلی او افغان امنیتي ځواکونه په سیمه کې په تلاشۍ بوخت دي .

هغه وویل په دې برید کې یو پولیس وژل شوی او د ۵ پولیسو په ګډون ۹ تنه ټپیان شوي دي .

د اتوار په شپه د بلخ ولایت مرکز مزارشریف ښار کې د هند په قونصلګرۍ باندې وسله والو برید شوی وو او بيا وسله والود افغان ځواکونو سره دوامداره جګړه وکړه .

د هندي رسنیو دراپورونو له مخې په دغه برید کې هندي سفارتکارو ته د سر زیان نه دی رسېدلی .

د دغه بريد زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG