لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانوي پارلمان به په ټرمپ دبنديز په خواست بحث کوي

 ډونلډ ټرمپ دغه خبره په دوهم دسمبر کيليفورنيا کې شوې دترهه گرۍ دپيښې څخه وروستو کړې وه ، دغه پيښه کې مسلمان ښځې اؤ خاوند ١٤ کسان وژلي وؤ، ددغه جوړې په اړه دامريکا وفاقي تحقيقاتي ادارې وئيلي وؤ هغوي دتندلاريتوب په لوري مائيله وؤ.

برطانوي قانون سازان به روانه مياشت کې په په هاغه خواست بحث کوي چې پرې دپينځوؤ لکو څخه زياتو کسانو لاسليکونه کړي وؤ اؤ پکې غوښتنه شوې ده چې دامريکا دريپبلکن گوند دصدارتي کانديد ډونلډ ټرمپ برطانيې ته په ورتگ دې بنديز ولگول شي.

تيره مياشت ډونلډ ټرمپ پخپل يو لانجمن بيان کې امريکا ته دمسلمانانو په ورتگ دبنديز غوښتنه کړې وه اؤ وئيلي يې وؤ چې ترڅو زمونږ دهيواد استازي په دې خبره نۀ وي پوهه شوي چې څه روان دي تر هاغه وخته دې امريکا ته دمسلمانانو په ورتگ بنديز ولگول شي، دهغه په دغه بيان ټوله نړۍ کې سخت ردعمل ښودل شوى ؤ.

ډونلډ ټرمپ دغه خبره په دوهم دسمبر کيليفورنيا کې شوې دترهه گرۍ دپيښې څخه وروستو کړې وه ، دغه پيښه کې مسلمان ښځې اؤ خاوند ١٤ کسان وژلي وؤ، ددغه جوړې په اړه دامريکا وفاقي تحقيقاتي ادارې وئيلي وؤ هغوي دتندلاريتوب په لوري مائيله وؤ.

دښکتني ايوان دپټيشن کميټي راغوښتل شوې غونډه به په ١٨مه جنورۍ کيږي خو دقانون سازانو له لوري شوې کومه فيصله به قانوناً پابند کوونکې نۀ وي.

ددارالعوام دپټيشنز کميټۍ چئيرپرسن هيلن جونز وئيلي دي چې دبحث دنيټې مقررولو سره کميټي په دې خبره خپله رائې نۀ څرگندوي چې ايا حکومت ته ډونلډ ټرمپ دبرطانيې څخه خارج ساتل پکار دي که نه.

هغې وئيلي په کومه ستونزه بحث لپاره دغونډې درابللو په شان ددې پريکړې يواځې دا مطلب دى چې دکميټۍ خيال دى چې په دغه ستونزه بحث پکار دى، بحث سره به دگڼو خيالاتو دڅرگندونې موقع ترلاسه شي.

تيرو وختونو کې دبيلا بيلووروروليو پخپل مينځ کې تشدد ته په هڅونکي نفرت خورولو برطانيې ته دگڼو کسانو په ورتگ بنديز لگول شوى.

له دې وړاندې دپاميلا گيلر اؤ رابرټ سپنسر پشان دمسلمانانو مخالفو امريکايانو ترڅنگ دانتها خوښو اسلامي تبليغ کوونکو اؤ دنورو کسانو برطانيې ته په ورتگ بنديز لگول شوى، دهغوي په اړه دداخله سکتر فيصله وه چې ددغو کسانو موجودگي داولسي گټو لپاره ښه نۀ ده.

ددسمبر په مياشت کې دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون وئيلي وؤ چې دټرمپ تجويز ويشونکى، بې گټې اؤ په ساده ټکو کې غلط ؤ.

دخزانې وزير جارج اوسبورن وئيلي وؤ چې دټرمپ بيان دامريکا دباني اصولو په ضد دى خو برطانيې ته دهغه په ورتگ بنديز لگول په دې درعمل ښه طريقه نۀ ده.

برطانوي حکومت دلسو زرو څخه دزياتو لاسليکونو دهر درخواست جواب ورکوي اؤ په هاغو موضوعاتو پارليماني بحث لپاره غور کيږي چې دلاسليکونو شمير پرې ديو لک څخه واوړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG