لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان وائي ترهه گرۍ لپاره دخپلې خاورې دکارول کيدو اجازه نۀ ورکوي


 غونډه کې دملک دامن وامان دصورتحال اؤ نورو مهمو چارو جاج اخستل شوى، غونډه کې دترهه گرۍ په ضد دامنيتي ادارو دبرياليتوبونو ستائينه شوې اؤ دسول اؤ ملټري ادارو ترمينځ دهم اهنگۍ اعتراف شوى دى.
غونډه کې دملک دامن وامان دصورتحال اؤ نورو مهمو چارو جاج اخستل شوى، غونډه کې دترهه گرۍ په ضد دامنيتي ادارو دبرياليتوبونو ستائينه شوې اؤ دسول اؤ ملټري ادارو ترمينځ دهم اهنگۍ اعتراف شوى دى.

دميډيا راپورونه وائي دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ ترسره شوې دلوړې کچې يوه غونډه کې پريکړه شوې ده چې دپاکستان دخاورې دترهه گرۍ لپاره دکارول کيدو اجازه به نۀ شي ورکولى اؤ دترهه گرو په ضد به پرته له فرق څخه عمليات دوامداره ساتلى شي.

پاکستاني چارواکو دخپلې خاورې ترهه گرۍ لپاره دنۀ کارول کيدو ژمنه په داسې حال کې تکرار کړې چې دهندامنيتي چارواکي شک کوي چې تيره اوونۍ دهندي پنجاب پټهان کوټ سيمه کې دهندي فضائيې په اډه شوې حمله کې ککړ شپږ وژل شوي وسله وال په پاکستان کې دبنياد لرونکې تندروه ډلې جيش محمد سره تعلق لري، دغه ډلې په کال ٢٠٠١ء کې په هندي پارليمنټ هم حملې کړې وه چې ورسره دواړه رقيب هيوادونه جنگ کولو ته ورنزدې شوي وؤ.

په ډاگه دې وي چې دپټهان کوټ حمله کې اووۀ هندي عسکر وژل شوي وؤ

دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان، خارجه مشاور سرتاج عزيز، دقومي سلامتۍ مشاور ناصر جنجوعه، دخفيه ادارې ائي ايس ائي مشر ليفټننټ جنرل رضوان اختر اؤ ډي جي ملټري اپريشنز په گډون لوړپوړو چارواکو برخه اخستې ده.

غونډه کې دملک دامن وامان دصورتحال اؤ نورو مهمو چارو جاج اخستل شوى، غونډه کې دترهه گرۍ په ضد دامنيتي ادارو دبرياليتوبونو ستائينه شوې اؤ دسول اؤ ملټري ادارو ترمينځ دهم اهنگۍ اعتراف شوى دى.

دسرچينو وينا ده چې دغه غونډه کې دهند پټهان کوټ سيمه کې په پوځي اډه دترهه گرو لخوا دشوې حملې غندنه شوې اؤ دهند له لوري پاکستان ته دورکړل شوؤ ثبوتونو جاج اخستل شوى.

پټهان کوټ کې له حملې وروستو وزيراعظم نوازشريف خپل هندي سيال سره ټيلي فوني رابطه کړې وه اؤ دهند له لوري دورکړل شوؤ معلوماتو په اساس يې ددغه حملې پلټنو کې دمرستې باور ورکړى ؤ.

غونډه کې دپاکستان اؤ هند ترمينځ اوسنو ورځو کې درابطو بحاليدو سره په غوره فضاء داطمينان څرگندونه شوې اؤ ددې ترڅنگ دپټهان کوټ حمله کې دککړو کسانو نيولو لپاره هند سره دبشپړې مرستې پريکړه هم شوې ده.

غونډه کې پريکړه شوېده چې پاکستان به سيمې څخه دترهه گرۍ دخاتمې لپاره ټولو هيوادونو اؤ په ځانگړې توگه هند سره کوټلې مرسته کوي، ملک کې به دترهه گريزو تنظيمونو په ضد پرته له امتياز څخه کارروايۍ دوامداره ساتلى شي اؤ دپاکستاني خاورې دترهه گرۍ پيښو کې دکارول کيدو اجازه به نۀ ورکول کيږي.

هند سره دگټورو اؤ جامع مذاکراتو دعمل ددوامداره ساتلو اؤ پرله پسې رابطو کولو اراده هم تکرار شوې ده.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG