لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: امريکايي ډرون د داعش ۱۷ وسله وال وژلي


غه بريد په داسې مهال شوې چې ځايي چارواکو او خلکو وئيلي د داعش وسله والو د اووه کسانو نه سرونه هم پرې کړي دي .
غه بريد په داسې مهال شوې چې ځايي چارواکو او خلکو وئيلي د داعش وسله والو د اووه کسانو نه سرونه هم پرې کړي دي .

د افغانستان په ختيز کې د جمعې په ورځ مشکوک امريکايي بې پائيلټه ډرون بريد کې د تُندروه ډلې داعش لږ ترلږ ۱۷ جنګيالي وژل شوي دي ، دغه بريد په داسې مهال شوې چې ځايي چارواکو او خلکو وئيلي د داعش وسله والو د اووه کسانو نه سرونه هم پرې کړي دي .

د تشدد دغه پېښې د پاکستان سره په پوله پرته د افغانستان په لرې پرته اچين ضلع کې رامنځته شوي دي ، د دغه ضلعې په اړه وئيل کيږي چې داعش پکې ځان مظبوط کړی دی .

د ننګرهار صوبې د ګورنر وياند عطاالله خوګياڼي وايس اف امريکا ته وئيلي چې داعش د شپږو طالبانو او يو پوځي عسکر نه سرونه پرې کړي دي ، او زياته کړې يې ده په دغه مهال امريکايي بې پائيلټه الوتکې په دويې ميزائيل داغلی او د داعش د مهمه کمانډرانو په ګډون يې ۱۷ جنګيالي وژلي دي .

سرچينو وايس اف امريکا ته وئيلي چې د داعش وسله والو د جمعې د نمونځ نه پس د کلي د خلکو په وړاندې د دغو کسانو نه سرونه غوڅ کړي دي ، ولې خوګياڼي د دغې پخلی نه دی کړی .

د ځايي چارواکو په وينا روانه اوونۍ طالبانو د اچين سره نزدې په دوه ضلعو کې په داعش حملې کړي وې او په دغو نښتو کې دواړو خواؤ ته په درځنونو کسان وژل شوي وو .

په افغانستان کې د داعش د سر راپورته کېدو نه پس دا لمړی ځل نه دی چې د دغه ډلې جنګيالي سرونه پرې کوي .

د شورو په ورځ د افغانستان د دفاع (قائم مقام) وزير معصوم ستانکزۍ وايس اف امريکا ته وئيلي ؤ ، چې حکومت د ملک په خيتزو سيمو کې د داعش په ضد عملياتو دپاره ځانګړی ځواک جوړ کړی دی .

داعش ډله د ننګرهار صوبې په يو شمېر ضلعو کې فعاله ده او دغلته يې په حکومتي کارمندانو ډېر بريدونه هم کړي دي .

په ننګرهار کې طالبان او د داعش جنګيالي يو بل سره هم په جګړه دي او راپورونه وايي په دغو جګړو کې دواړو خواؤ ته په درځنونو وسله وال وژل شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG