لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : دتندلاريتوب په شک کې ١٨٢ مدرسې تړل شوي


 دداخله وزارت له لوري قومي اسمبلۍ کې دوړاندې کړل شوې شميرې ترمخه دمدرسو په ضد تر ټولو لويې کارروايۍ سندهـ صوبه کې شوي دي.
دداخله وزارت له لوري قومي اسمبلۍ کې دوړاندې کړل شوې شميرې ترمخه دمدرسو په ضد تر ټولو لويې کارروايۍ سندهـ صوبه کې شوي دي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي دترهه ګرۍ دمخنيوي دقومي تګلارې لاندې حکومت په کارروايۍ کولو سره تندلاريتوب کښې دککړتيا په شک ١٨٢ مدرسې تړلي دي اؤ ددغو مدرسو دمقام داندراج کار هم تر ډيره حده مکمل شوى دى.

دداخله وزارت له لوري قومي اسمبلۍ کې دوړاندې کړل شوې شميرې ترمخه دمدرسو په ضد تر ټولو لويې کارروايۍ سندهـ صوبه کې شوي دي.

دقومي اسمبلۍ دغړې مهرين رزاق بهټو په پوښتنه چوهدري نثار علي خان قومي اسمبلۍ کې تحريري ځواب کې وئيلي دي کومې مدرسې چې تړل شوي هغې ١٦٧ سندهـ کې،١٣ خيبرپښتونخوا کې اؤ دوه پنجاب کې موقعيت لري.

دداخله وزير په وينا سندهـ کې ٧٢ غير اندراج شوې مدرسې هم تړل شوي دي.

چوهدري نثار وئيلي دي اسلام اباد اؤ پنجاب کې دمدرسو دمقام داندراج کار مکمل شوى اؤ سندهـ کې ٨٠ فيصده، خيبرپښتونخوا کې ٧٥ فيصده اؤ بلوچستان کې ٦٠ فيصده کار مکمل شوى دى.

هغه وئيلي دي دهيواد څلورو صوبو کې ١٩٠ مدرسې بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي چې پکې ١٤٧ مدرسې پنجاب کې،٣٠ بلوچستان کې، ٧ خيبرپښتونخوا کې اؤ شپږ سندهـ کې موقعيت لري.

دسمبر کې قومي اسمبلۍ کې ورکړل شوي جواب کې دکورنو چارو وزير وئيلي وؤ ګلګت بلتستان کې هم ٩٥ فيصده مدرسې بهرنۍ مرستې ترلاسه کوي، هغه وئيلي وؤ سعودي عرب، قطر، متحده عرب امارات، کويت، ايران، ترکي، امريکا، برطانيه اؤ جنوبي افريقې څخه مدرسو ته مرستې ليږل کيږي، خو ددې نور تفصيلات يې نۀ وؤ ورکړي.

وائس اف امريکا سره خبرو کې دپاکستان علما کونسل چئيرمين مولانا طاهر اشرفي وئيلي دي دهغه تنظيم دحکومتي ګامونو ملاتړ کوي.

دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې څخه وروستو دپاکستان دعسکري اؤ سياسي قيادت په مشورې سره دترهه ګرۍ دمخنيوي لپاره قومي تګلاره جوړه کړل شوې وه چې پکې دنورو ګامونو ترڅنګ دمدرسو اندراج اؤ دنفرت څخه دډکو تقريرونو اؤ موادو په ضد دکارروايۍ نکتې شاملې دي.

داخله وزير قومي اسمبلۍ ته وئيلي دي دترهه ګرۍ دمخنيوي دتګلارې لاندې دنفرت خورونکو تقريرونو اؤ دغسې موادو دخپرولو اؤ ويشلو په تور ٢١٩٥ کسان نيول شوي،٧٣ دوکانونه تړل شوي اؤ ٢٣٣٧ مقدمې درج کړل شوي دي.

دلاؤډ سپيکر په غلط استعمال ٩١٦٤ مقدمې درج کړل شوي،٩٣٤٠ کسان نيول شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG