لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ميکسيکو:دمخدره موادو لويې سمگلر بيا نيول شوى


 صدر دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټوئټر هسپانوي ژبه کې يو پيغام کې وئيلي دي چې ”مشن مکمل شوى، مونږ هغه ونيولو“
صدر دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټوئټر هسپانوي ژبه کې يو پيغام کې وئيلي دي چې ”مشن مکمل شوى، مونږ هغه ونيولو“

دميکسيکو صدر اينزيک پينا نيټو وئيلي دي چې چارواکو دمخدره موادو يو لويې سمگلر جوکوئين گزمين دجيل څخه دتيښتې څخه اووۀ مياشتې پس يوځل بيا نيولى دى.

صدر دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه ټوئټر هسپانوي ژبه کې يو پيغام کې وئيلي دي چې مشن مکمل شوى، مونږ هغه ونيولو

ميکسيکو کې يو چارواکي خبري ادارې ايسوسي ايټډ پريس ته وئيلي دي چې دډزو دتبادلې څخه وروستو گزمين دلوئيس ميوچس سيمې څخه نيول شوى، کومې سيمې څخه چې هغه نيول شوې هغه دگزمين پلرنۍ سيمه ده.

دچارواکو وينا ده چې دخفيه معلوماتو په اساس دجمعې په ورځ سحر وختي په يو کور چاپه وهل شوې اؤ په دغه مهال ډزې پيل شوې.

دچارواکو ترمخه اووه شکمن کسان ډزو کې وژل شوي اؤ شپږ نيول شوي، په دغه مهال يو پوځي معمولي ژوبل شوى هم دى.

دامريکا اټارني جنرل لوريټا لينچ دغه گرفتاري دميکسيکو اؤ امريکا دواړه فتح گرځولې ده.

جوکوئين گزمين په لمړي ځل کال ١٩٩٣ء کې نيول شوى ؤ خو هغه په کال ٢٠٠١ء کې دجيل څخه تيښته کې کامياب شوى ؤ.

تقريباً ١٣ کاله وروستو گزمين په کال ٢٠١٤م کې بيا نيول شوى ؤ خو هغه دسختو امنيتي انتظاماتو باوجود جولا ئي ٢٠١٥م کې دجيل څخه تښتيدلى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG