د پاکستان په کوربه توب صبا د ګل ورځې نه د افغانستان د امن مزاکراتو په لړ کې د څلورو ملکونو ترمنځ يوه غونډه کيږي چې پکې امريکا،چين او افغانستان ګډون کوي .
د خالي په ورځ د افغانستان د خارجه چارو د وزارت وياند احمد شېکب مستغني وئيلي چي په اسلام اباد کې د څلورو واړو ملکونو د استازو په غونډه کې به د سولې د خبرو دپاره په تګ لاره بحث کيږي .
د دغه غونډې په جوړېدو د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف تير د دسمبر په مياشت کې د افغانستان د دورې په مهال اتفاق شوی ؤ .
د پاکستان په اړه دغه خيال کيږي په طالبانو اثر لري او کولی شي چي هغويې د سولې خبرو ته تيار کړي . خو په وروستيو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ تاؤ تريخوالی رامنځته شوی دی .
دواړه ملکونه د اوږدې مودې نه په ګډه پوله د وسله والو د ملاتړ تورونه لګوي ، او د طالبانو د مشرتابه په اړه خيال کيږي چې د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په پېښور او کوئټه ښارونوکې شتون لري .
څيړونکي وايي هم دغه وجه ده چي د افغان سولې په خبرو کې د پاکستان رول ډير مهم دی .
د طالبانو سره د سولې د خبرو اترو عمل د طالبانو د مشر ملا عمرد مړينې د خبر مخې ته راتلو وروستو ځنډېلې ؤ . او د طالبانو خپل مينځي شخړو د مزاکراتو عمل په کاميابۍ هم شکونه راپورته کړي وو خو په اسلام اباد کې اسيا زړه کانفرس روستو د امن مزاکراتو لړۍ بيا شروع کولو باندي اتفاق وشو .
افغان صدر اشرف غني د اسيا زړه کانفرنس کې دګډون دپاره اسلام اباد ته راغلی ؤ .
څيړونکي وائي چې د مزاکراتو دغه عمل تر يو وخته پورې اوږدېدی شي ځکه چې طالبان د افغانستان نه په مکمله توګه د بهرنو ځواکونو د وتلو غوښتنه کوي . ولې په افغانستان کې اوس هم د امريکا د ۹۸۰۰ سرتېرو په ګډون د نيټو ۱۳۰۰۰ عسکر موجود دي .