دنهې په ورځ افغان چارواکو وئيلي دي چې دافغانستان دننگرهار ولايت په اچين اولسوالۍ کې دافغان فضائيې لخوا شوؤ تازه بريدونو کې دتندروه ډلې داعش ١٨ جنگيالي وژل شوي دي.
دننگرهار دوالي وياند عطاء الله خوگياڼي ددغو تازه فضائي بريدونو په اړه افغان خبري ادارې پژواک ته وئيلي دي چې جنگي الوتکو په پيشي سيمه کې په بيلا بيلو مقاماتو دداعش ځالې په نخښه کړي دي اؤ زياته کړې يې ده چې دالوتکو دراغورځولو وسلې هم دغو بريدونو کې تباه کړل شوي دي، دغه وسلې دغرونو په څوکو ايښودل شوې وې.
دغه تازه بريدونه يوه ورځ وروستو له هغې ترسره شوې چې دافغانستان صدر اشرف غني دياد شوي ولايت سفر وکړو اؤ ددغه تندروه ډلې دله مينځه وړلو ژمنه يې وکړه، اشرف غني وئيلي وؤ چې داعش لپاره افغانستان کې ځايې نشته.
افغانستان کې دامريکائي ځواکونو دکمانډر جنرل کيمبل ترمخه افغانستان کې دداعش د١٠٠٠ؤ څخه ٣٠٠٠ؤ زرو پورې جنگيالي موجود دي اؤ په ننگرهار ولايت کې هغوي دتيرو څو مياشتو راهسې دخپلو مخالفينو سره نښتې کړي دي.
نيويارک ټائمز دجنرال کيمپبل له خُلې پخپل يو راپور کې وئيلي وؤ چې ددغو جنگيالو مقصد جلال اباد ښار ته حرکت کول، کونړ ولايت پورې غزيدل اؤ بيا دخراسان په نوم دسيمې کنټرول په لاس کې اخستل دي، خراسان دسيمې هاغه پخوانى نوم دى چې پکې افغانستان اؤ پاکستان شامل دي.
پينټاگون پخپل يو وروستي راپور کې وئيلي وؤ چې په مجموعي توگه کال ٢٠١٥م کې افغانستان کې امنيتي وضعه خرابه وه چې پکې دجنگيالو بريدونو کې اضافه شوې اؤ افغان عسکرو اؤ طالبانو ته پکې زياته مرگ ژوبله اوښتې.
دغه راپور کې وئيل شوي وؤ چې دجنورۍ څخه دنومبر مياشت پورې افغان ځواکونو ته د٢٠١٤م په پرتله مرگ ژوبله کې ٢٧ فيصده اضافه شوې ده.