لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نيشنل اېکشن پلان د مخې ۲۱۵۹ ترهګر وژل شوي، ۱۷۰۰نيول شوي


پېښور کې په ارمي پبلک سکول د وسله وال بريد نه سمدست وروستو د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره (نيشنل ايکشن پلان) جوړ کړی شوی ؤ .
پېښور کې په ارمي پبلک سکول د وسله وال بريد نه سمدست وروستو د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره (نيشنل ايکشن پلان) جوړ کړی شوی ؤ .

پاکستان کې د ترهګرۍ په ضد د جوړې شوې قامي تګ لارې (نيشنل اېکشن پلان) لاندې په ملک کې ۲۱۵۹ کسان ترهګر وژل شوي او ۱۷۲۴نيول شوي دي .

د کورنو چارو د وزارت لخوا قامي اسمبلۍ ته د ترهګرۍ په ضد جوړې تګ لارې د د احوال تېرولو په مهال دغه شمېره وړاندې کړی شوې ده ، او وئيل شوي چې ۳۳۲ کسان په دار ځړول شوي دي .

رپورټ کې په ملک کې د بې نومه موبائيل سمونو بندولو شمېره ۹۸.۳ ملينه ښودل شوې ده ، او وئيل شوي په دغه موبائيل سيمونوکې به د ترهګرۍ دپاره هم کارېدل .

دغه ډول د اطلاعاتو او ټيکنالوجۍ د وزارت لخوا د وسله والو ډلو لس ويب پاڼې بندې کړی شوي دي ، د ترهګرۍ په ضد کارکوؤنکې قامي ادارې (نيکټا) دپاره بجټ ورکړی شوی او د ګډو استخباراتو پياوړي کولو دپاره ګامونه پورته کړی شوي دي .

د نيشنل ايکش پلان د مخه د کرکې څخه د ډکو موادو د ويناګانو کولو په سر ۲۳۳۷ مقدمې درج کړی شوي ۲۱۹۵ کسان نيول شوي او ۷۳ دوکانونه بند کړی شوي دي .

د دې ترڅنګ په سندهـ صوبه کې ۱۶۷، خېبرپښتونخوا کې ۱۳ او پنجاب صوبه کې دوه غېر رجسټرډ مدرسې بندې کړی شوي دي . د لاقانونه ګرځول شوؤ ډلو فهرست د اطلاعاتو وزارت او پېمرا (په مطبوعاتو د څار ادارې) ته ورکړی شوی دی .

د وزيراعظم د باندنيو چارو د صلاح کار سرتاج عزيز په مشرۍ د قبائيلي سيمو د اصلاحاتو دپاره کميټي جوړه کړی شوې ده .

پنجاب صوبه کې د ۱۱۳۰ نه زيات سخت دريزه عناصر په ګوته کړی شوي او ۶۴۹ د کرکې ډکو ويناګانو په اسانتياؤ برابرولو جرمانه کړی شوي دي .

دغه ډول د ملک تر ټولو غټ ښار کراچۍ کې د رېنجرو د عملياتو له کبله هدفي وژنې ۵۳فيصده، د وژنو پېښې ۵۰فيصده، د ترهګرۍ پېښې ۸۰فيصده، د غلا پېښې ۳۰فيصده او قلنګ اخيستل ۵۶فيصده کم شوی دی .

او د کراچۍ اپرېشن کې ۶۹زره ۱۷۹جرائم پېشه، ۸۹۰ترهګر، ۶۷۶اشتهاري ګرځول شوي، ۱۰زره ۴۲۶ مفروران، ۱۲۴ اغواکار، ۵۴۵ قلنګ اخستونکي او د وژنو پېښو کې ۱۸۳۴کسان نيول شوي او ۱۶زره ۳۰۶وسلې ترلاسه کړی شوي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په سر ښار پېښور کې په ۱۶م دسمبرکال ۲۰۱۴م کې د پوځ د انتظام لاندې چليدونکي سکول باندې د طالبانو د بريد نه پس په ملک کې د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لاره (نيشنل اېکشن پلان) جوړه کړی شوې وه .

د پېښور په سکول بريد کې د ۱۵۰ پورې کسان وژل شوي چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي ماشومان وو .

د ترهګرۍ په ضد قامي تګ لارې لاندې د ملک په ائين کې د بدلون د مخې پوځي اېکټ کې ترميم شوی او په ملک کې پوځي عدالتونه جوړ کړی شوي او په تېزندې لګېدلی بندېز پورته کړی شوی دی .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG