دخيبرپښتونخوا چارسده سيمه کې په يونيورسټۍ دحملې ترسره کيدو وروستو دپاکستان وزيراعظم نوازشريف وئيلي دي چې هغوي هيواد څخه به دترهه گرۍ جرړې وباسي.
خپل يو بيان کې وزيراعظم په باچاخان يونيورسټۍ دترهه گرو لخوا دترسره شوې حملې غندنه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دترهه گرو تعلق دهيڅ مذهب سره نۀ وي.
نوازشريف وئيلي دي چې دترهه گرۍ په ضد به دهيوادوالو قربانۍ ضائع کيدو ته نۀ پريږدي اؤ زياته کړې يې ده چې هيواد څخه به دترهه گرۍ نوغى ويستلى شي.
دپاکستان وزيراعظم دا مهال په سوئټزرلينډ کې موجود دى چرته چې به هغه اکنامک فورم ته وينا کوي.
دشورو په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې طالبانو په باچاخان يونيورسټۍ حمله کړې چې پکې دچارواکو تر مخه تر دې مهاله ٢١ کسان وژل شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي دي.
دپاکستان پوځ وائي ځوابي عملياتو کې يې څلور ترهه گر هم وژلي دي.
کالعدم تحريک طالبان پاکستان ډلې ددغه حملې پړه په غاړه اخستې.