لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د باچاخان پوهنتون په پېښه ټول ملک کې ماتم


مرکزي حکومت په دغه پېښه د يوې ورځې او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی دی .
مرکزي حکومت په دغه پېښه د يوې ورځې او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی دی .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې د شورو په ورځ باچاخان پوهنتون باندې د ترهګر بريد وروستو فضا غمژنه ده او نن د زيارت په ورځ په دغه پېښه په ټول ملک کې ماتم کولی شي .

د ملک په ټولو سرکاري او شخصي ودانو باندې قامي بېرغ نيمکښو دی .

د شورو په ورځ باچاخان پوهنتون باندې شوي ترهګر بريد کې لږترلږه ۲۰ کسان وژل شوي چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي وو .

پوهنتون کې په ترهګر بريد کې وژل شوي زياتره مړي خپلو خپلو علاقو ته وړل شوي او په غمژنه فضا کې خاورو ته سپارل شوي دي .

مرکزي حکومت په دغه پېښه د يوې ورځې او د خېبرپښتونخوا صوبايي حکومت د درېو ورځو د ماتم اعلان کړی دی .

راپورونه وايي په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تعليمي ادارو سيکيورټي زياته کړی شوې ده خو وئيل کيږي په کالجونو او سکولونو کې نن د طالب علمانو حاضري کمه ده .

د چارسدې ضلعې د پوليس چارواکو په وينا باچاخان پوهنتون باندې د شوي بريد مقدمه د ترهګرۍ د دفعو لاندې درج کړی شوې ده او د بريدکوؤنکو د پېژندګلو او پېښې په اړه پلټنې روانې دي .

راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې د پوهنتون نه په چاپېره پرتو علاقو کې د لټون عمليات شوي پوليس ځينې کسان نيولي او د هغويې نه هم پلټنې روانې دي .

د شورو په ماښام پوځي وياند لفټننټ جنرل عاصم باجوه باچاخان پوهنتون باندې د شوي بريد احوال تېرولو په مهال وئيلي ؤ چې د حمله کوؤنکو په اړه مهم معلومات ترلاسه کړی شوي دي .

پوځي وياند وئيلي ؤ چې حمله کوؤنکي څلور واړه ترهګر په داسې مهال وژل شوي چې هغويې ځان پورې تړلو خودکش جېکټو ته چاؤدنې نه وې ورکړې .

د عاصم باجوه په وينادغه ترهګر څوک وو،د چرته نه راغلي،چا تيار کړي، مرستې يې چا کړي او چا رالېږلي په دې اړه پوره معلومات رايوځايې کړی شوي دي .

باچاخان خان پوهنتون باندې د بريد زمه واري د طالبانو د دره ادم خېل ډلې مشر عمرمنصور قبوله کړې ده .

باچاخان پوهنتون باندې ترهګر بريد په داسې وخت کې شوی چې دکال ٢٠١٤م په ١٦م دسمبر پيښور کې د پوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول د پاکستاني طالبانو لخوا شوې حمله کې د١٣٠ؤ ماشومانو په ګډون ١٥٠ کسان وژل شوي وو .

تحريک طالبان پاکستان د دغه پېښې پړه منلې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG