لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په باچاخان يونيورسټۍ حمله کوونکو په تعليمي ادارو دنورو حملو دړکه کړې


 دغه ويډيو چې په فيسبُک په تُندۍ سره خوره شوې دکالعدم تحريک طالبانو پاکستان ډلې په مطبوعاتي څانگه جاري شوې نۀ ده اؤ پکې خليفه عمر منصور ښودل شوى، دچا ډلې چې دشورو په ورځ په باچاخان يونيورسټۍ دشوې ترهه گريزې حملې پړه په غاړه اخستې.
دغه ويډيو چې په فيسبُک په تُندۍ سره خوره شوې دکالعدم تحريک طالبانو پاکستان ډلې په مطبوعاتي څانگه جاري شوې نۀ ده اؤ پکې خليفه عمر منصور ښودل شوى، دچا ډلې چې دشورو په ورځ په باچاخان يونيورسټۍ دشوې ترهه گريزې حملې پړه په غاړه اخستې.

دخيبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې تيره ورځ په باچاخان يونيورسټۍ دحملې ذمه واري قبلونکې دطالبانو ډلې پاکستان کې په نورو سکولونو اؤ تعليمي ادارو ددغه شان حملو کولو دړکه کړې ده.

دغه ويډيو چې په فيسبُک په تُندۍ سره خوره شوې دکالعدم تحريک طالبانو پاکستان ډلې په مطبوعاتي څانګه جاري شوې نۀ ده اؤ پکې خليفه عمر منصور ښودل شوى، دچا ډلې چې دشورو په ورځ په باچاخان يونيورسټۍ دشوې ترهه ګريزې حملې پړه په غاړه اخستې.

وسله والو دخيبرپښتونخوا په چارسده ضلع کې په باچاخان يونيورسټۍ حمله کړې وه چې پکې ٢١ کسان وژل شوي وؤ، په يونيورسټۍ دترهه ګرو لخوا دغه حمله کال ٢٠١٤م کې پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک دشوې حملې په طرز ګڼل کيږي اؤ ددغه حملې ذمه واري هم دطالبانو دعمر منصور ډلې په غاړه اخستې وه.

يونيورسټۍ کې دشوي دغه قتل عام څخه وروستو ټول پاکستان اؤ په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې دعدم تحفظ احساس کې اضافه شوې، ددغه حملې څخه وروستو قبائيلي سيمو کې دترسره شوؤ عملياتو په موثرتيا، ګټو اؤ لاسته راوړنو هم پوښتنې راولاړې شوي اؤ خيبرپښتونخوا صوبه کې اولس سکولونو ته دخپلو ماشومانو په ليږلو ويره محسوسوي.

په يونيورسټۍ دحملې څخه دمخه حکومت اؤ پوځ دعوه لرله چې ضرب عضب عملياتو کې يې دترهه ګرو ملا ماته کړې اؤ دهغوي دمنظمو حملو په توان يې ضرب لګولى.

خو ددغه حملې څخه وروستو په ځانګړې توګه خيبرپښتونخوا کې داولسي حلقو لخوا په پوځ اؤ حکومت غږ کيږي چې دترهه ګرو ترمينځ دې دفرق کولو روانه خاموشه تګلاره ختمه کړي اؤ په ځانګړې توګه دې پنجاب صوبه کې دتندروه ډلو په ضد کلک ګامونه واخلي.

دجمعې په ورځ جاري شوې ويډيو کې تندروه کماندر منصور وائي دهغه ډلې په باچاخان يونيورسټۍ دغه حمله ځکه وکړه چې دهغه په قول دا هاغه ځايې دى چرته چې وکيلان ، پوځي افسرانو اؤ دپارلمان غړي پيدا کيږي اؤ دغه ټول بيا دخداې اقتداراعلي چيلنج کوي.

طالب کمانډر دړکه کوي چې دوسله والو پوځيانو دپه نخښه کولو پځايې به هغوي هاغه نرسريانې په نخښه کوي په کومو کې چې دغه خلک پيدا کيږي.

هغه وائي په ټول پاکستان کې به په سکولونو، کالجونو اؤ يونيورسټو حملې جاري ساتي ځکه چې دهغه په قول دغه هاغه بنيادونه دي چرته چې بې دينه خلک پيدا کيږي، هغه وائي دغه بنيادونه به هدف کوي اؤ ړنګوي به يې.

عمر منصور په ١٦م دسمبر کال ٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دحملې کيدو څخه وروستو هم دغه رقم يوه ويډيو جاري کړې وه، دغه حمله دپاکستان دتاريخ دخونړو حملو څخه شميرل کيږي چې پکې د١٣٠ؤ ماشومانو په ګډون ١٥٠ کسان وژل شوي وؤ.

هغه وئيلي وؤ دپيښور دسکول پشان سکولونه ، کوم چې دچارسدې څخه خواؤشا ٥٠ کلو ميټره لرې دى، هاغه جنرالان، بريګيډئيران اؤ ميجران تياروي کوم چې ګڼ شمير کې جنګيالي وژلي اؤ نيسي يې.

هغه پاکستاني مشرانو ته په اشارې کولو سره وئيلي وؤ کۀ زمونږ ښځې اؤ ماشومان مري نو ستاسو هغه به هم نۀ بچ کيږي، کۀ تاسو په مونږ حمله کوئ نو مونږ به دمعصومانو انتقام اخلو

دپاکستاني پوځ وياند ليفټننټ جنرل عاصم باجوه ترمخه حمله کې ککړو ترهه ګرو دپولې پورې غاړې افغانستان کې دتحريک طالبان پاکستان ديو کارکوونکي سره ټيليفوني رابطه لرله.

دې لړ کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دزيارت په ورځ دافغانستان صدر اشرف غني، چيف ايګزيکټيو عبدالله عبدالله اؤ افغانستان کې دبين المللي ځواکونو کمانډر جنرل جان کيمبل سره ټيليفوني رابطه کړې وه.

دپوځ دعامه اړيکو دڅانګې ائي ايس پي ار ديو بيان ترمخه جنرل راحيل شريف افغان قيادت اؤ جنرل کيمبل ته وئيلي هغوي دې ورسره دچارسدې حمله کې دککړو عناصرو پورې رسيدو ، لټولو اؤ دهغوي په ضد ګامونو اخستو کې مرسته وکړي.

خو دافغانستان دصدر اشرف غني ددفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې دغه حملې دافغانستان دخاورې څخه نۀ ده شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG