لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان دباچاخان پوهنتون دحملې په سرافغانستان ته اندېښنه څرګندکړې


افغان حکومت په ډاګه کړې ده چې دغه حمله د افغانستان دخاورې څخه نۀ ده ترسره شوې
افغان حکومت په ډاګه کړې ده چې دغه حمله د افغانستان دخاورې څخه نۀ ده ترسره شوې

پاکستان د خېبرپښتونخوا صوبې په چارسده ضلع کې باچاخان پوهنتون باندې د شوي بريد په سر افغانستان ته اندېښنه څرګند کړې ده .

د پاکستان د دفتر خارجه لخوا نن د نهې په ورځ جاري شوي يوبيان کې وئيل شوي چې د افغانستان ناظم الامور سيد عبدالناصر يوسفي دفتر خارجه ته راغوښتی شوی او د هغه په وړاندې باچاخان پوهنتون باندې د شوي بريد په سراندېښنه څرګند کړی شوې چې په دغه حمله کې افغان خاوره کارول شوې ده .

باچاخان پوهنتون باندې تېره اوونۍ ترهګر بريد شوی او د ۲۱ پورې کسان پکې وژل شوي چې زياتره يې زده کړې کوؤنکي وو .

د دفترخارجه ترمخه ناظم الامور ته وئيل شوي چې د پاکستان لخوا په پلټنو کې معلومه شوې ده چې باچاخان پوهنتون باندې شوی بريدد افغانستان په خاوره پلان شوی او د هلته نه کنټرول شوی او بريد کې د افغانستان د موبائيل کمپنو سيمونه کارول شوي دي .

بيان کې زياته کړی شوې چې دغه معلومات د افغانستان سره شريک کړی شوي دي .

د دفترخارجه ترمخه د افغان حکومت نه غوښتنه شوې چې په دغه بريد کې د ککړو ترهګرو په ضد ګامونه واخلي، پاکستان سره په دغه لړ کې مرستې اوکړي او ترهګر د قانون منګولو ته راولي .

له دې وړاندې د پاکستان د پوځ وياند هم وئيلي ؤ چې باچاخان پوهنتون باندې شوي بريد کې د افغانستان خاوره کارول شوې وه ، د هغې وروستو د پوځ وياند د مطبوعاتو په وړاندې څلور نيول شوي کسان ښکاره کړي چې دغو کسانو حمله کوؤنکو ته اسانتياوې برابر کړي وې .

خو افغان حکومت په ډاګه کړې ده چې دغه حمله د افغانستان دخاورې څخه نۀ ده ترسره شوې اؤ هغوي پاکستان سره د ترهه ګرۍ د خاتمې لپاره مرستې ته چمتو دي .

د اتوار په ورځ د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وئيلي چې د پاکستان او افغانستان لوظنامه ده چې د يو بل په ضد به خپله خاوره نه کارؤ . او ترهګرو ته به دا اجازه نه ورکول کيږي چې د کوم ملک د خاورې نه په بل باندې بريد اوکړي .

نوازشريف زياته کړې وه چې افغانستان هم د خپلې خاورې د بل چا په ضد کارولو د لوظنامې سرغړونه نه کوي . او وئيلي يي ؤ افغانستان کې ځيني عناصر داسې دي چې هغويې په پاکستان کې حملي کوي څنګه حمله چې پېښورکې په سکول باندې شوې وه ، نوموړي زياته کړې چې اوس د دغه ډول حملو مخنوي پکار دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG