لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بشارالاسد څخه مو دحکومت پريښودو غوښتنه نۀ ده کړې،روس

 ماسکو کې دروس دخارجه تګلارې په اړه کليز مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ددې پوښتنې په ځواب کې چې روس صدر بشارالاسد ته دپناه ورکولو په بدل کې هغه څخه داقتدار دپريښودو غوښتنه کړې، سرګۍ لاروف وويل دغسې ټول اطلاعات غلط دي.

دروس دبهرنو چارو وزير سرګۍ لاروف په ډاګه کړې ده چې هيواد يې دشام صدر بشارالاسد ته نۀ خو دحکومت پريښودو مشوره ورکړې اؤ نۀ هم يې ورته هم دسياسي پناه ورکولو وړانديز کړى دى.

ماسکو کې دروس دخارجه تګلارې په اړه کليز مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ددې پوښتنې په ځواب کې چې روس صدر بشارالاسد ته دپناه ورکولو په بدل کې هغه څخه داقتدار دپريښودو غوښتنه کړې، سرګۍ لاروف وويل دغسې ټول اطلاعات غلط دي.

دروس صدر ولادي مير پيوټن خپله يوه اوسنۍ مرکه کې اشاره ورکړې وه چې دشام صدر بشارالاسد ته پناه ورکول روس لپاره هيڅ مسئله نۀ ده دکوم څخه وروستو چې ميډيا کې دې اندازو سرراپورته کړى ؤ چې روس بشارالاسد څه داقتدار دپريښودو غوښتنه کړې ده.

روس داسد دحکومت مهم ائتلافي دى اؤ شام کې دتيرو پينځوؤ کلونو راهسې دروانې خانه جنګۍ په مهال دملګرو ملتونو په امنيتي شورا اؤ نورو فورمونو دشامي حکومت په ضد دکوم سخت ګام مزاحمت کوي.

روسي فضائيه دتيرو څو مياشتو راهسې شام کې دصدر اسد په ضد په جنګيدونکو ياغيانو بمباري کوي چې له امله يې دغو ياغيانو ته درانۀ زيانونه رسيدلي دي.

که هر څو روسي حکومت دعوه لري چې شام کې فضائي بريدونه کوي دداعش په ګډون ټولې تندروه ډلې په نخښه کوي خو امريکا اؤ ائتلافيان يې دريځ لري چې دروسي فضائي حملو زياتره هدف شامي ياغيان اؤ عام اولسي وګړي دي.

دنهې په ورځ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دروس خارجه وزير وويل شام کې دروس دپوځي مداخلت څخه وروستو دغلته دروانې خانه جنګۍ سم عکس دنړۍ مخې ته راغلى اؤ په نتيجه کې يې شام کې دترهه ګرو اثرورسوخ کم شوى.

دصدربشارالاسد حکومت اؤ ائتلافيان يې شامي ياغيان ترهه ګر ګرځوي ، هغوي ته دامريکا، سعودي عرب، ترکي اؤ نورو سيمه ييزو اؤ لويديزو طاقتونو ملاتړ ترلاسه دى.

دروس خارجه وزيردغه پاليسي بيان په داسې وخت کې ورکړى چې دملګرو ملتونو په مينځګړتوب دشامي حکومت اؤ حزب اختلاف داستازو ترمينځ نيغ په نيغه خبرې کيدونکې دي.

دغه امن مذاکرات دګل په ورځ پيل کيدونکي وؤ خو دحزب اختلاف داستازو په مامله داختلافونو له امله دجمعې په ورځ ددې خبرو دکيدو توقع ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG