لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما په خپل صدارت کې په لمړي ځل جومات ته ځي


صدر اوباما پلان لري چې هلته د ټولنې د غړو سره وويني او ويناوې وکړي .
صدر اوباما پلان لري چې هلته د ټولنې د غړو سره وويني او ويناوې وکړي .

د امريکې صدر باراک اوباما به د شورو په ورځ د خپل صدارت په دور کې په لمړي ځل جومات ته لاړ شي .

سپينې ماڼۍ د خالي په ورځ وئيلي چې صدر به په بالټيمور کې د اسلامي ټولني مرکز ته لاړ شي ، " صدر به د امريکايي مسلمانانو خدمات ونمانځي او اطمنان به ورکړي چې مذهبي ازادي د امريکايانو دپاره ارزښت لري " .

صدر اوباما پلان لري چې هلته د ټولنې د غړو سره وويني او ويناوې وکړي .

د سپيني ماڼۍ ترمخه صدر به اووايي چې " دا عزم کول مهم دي چې مونږ به د خپلو اقدار سره رښتوني يُو، مونږ امريکايي وطندارو ته هرکلی وايو، چې د تعصب په ضد اواز پورته کوي، بې حسي ردوي او زمونږ د مذهبي ازادۍ حفاظت کوي" .

تېر کال په پېرس کې او د امريکې د کيليفورنيا رياست په سان برنارډينو کې د سخت دريزو مسلمانانو د بريدونو نه پس صدر اوباما په امريکايي مسلمانانو د انتهاپسندۍ په ضد جګړه کې د مرستې غږ کړی ؤ .

صدر امريکايانو ته دا اپيل هم کړی ؤ چې د سياست مدارو لخوا د مسلمانانو په ضد ويناوې رد کړي ، په ځانګړې ډول کومه وينا چې د ريپبلکن صدارتي کانديد ډونلډټرمپ کړې وه .

ډونلډټرمپ په سان برنارډينو کې د داعش نه متاثره مسلمانې جوړې (ښځې خاوند) لخوا د ۱۴ امريکايانو د وژنې نه پس امريکا ته د مسلمانانو په داخليدو د بندېز غوښتنه کړې وه ، دغه پېښه د دسمبر په لمړو کې رامنځته شوې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG