لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان چارواکي وايي د داعش ريډيو په ډرون حمله کې تباه کړی شوی


افغان داخله وزارت هم رسنيو ته په لېږلي پېغام کې پخلی کړی چې د داعش د " خلافت ريډيو"  غلی کړی شوی دی .
افغان داخله وزارت هم رسنيو ته په لېږلي پېغام کې پخلی کړی چې د داعش د " خلافت ريډيو"  غلی کړی شوی دی .

افغان چارواکو وئيلي امريکايي ډرون بريد کې د داعش لخوا چلېدونکی ريډيو تباه کړی شوی دی .

د افغانستان د ختيځې صوبې ننګرهار د پوليس وياند حضرت حسېن مشرقوال وايس اف امريکا ته وئيلي چې ډرون بريد د مامند په غرييزه سيمه کې شوی دی ، او په دغه بريد کې د کومو وژنو خبر مخې ته نه دی راغلی .

افغان داخله وزارت هم رسنيو ته په لېږلي پېغام کې پخلی کړی چې د داعش د " خلافت ريډيو" غلی کړی شوی دی .

امريکايي چارواکو په فوري توګه په دغې اړه څه نه دي وئيلي .

د داعش ريډيو په يو ټويټ کې وئيلي ، د دولت اسلامي (داعش ډلې) خلافت ريډيو په کلکه دغه خبرونه ردوي چې ريډيو يې تباه کړی شوی دی .

د داعش ريډيو د پاکستان او افغانستان په پوله د لرې پرتو غرييزه سيمو نه د تېرو دوه مياشتو راهسې چلېدو ، او خلکو ته پرې ګواښونه کېدل .

د دغه ريډيو لمړۍ خپرونې په پښتو ژبه کې وې او تېره اوونۍ دغه خپرونې په (دري ) ژبه کې هم شورو شوې وې .

په روزانه بنياد چلېدونکو دغو خپرونو کې به د حکومت په ضد پروپېګنډا کېده، داعش کې د شاميليدو بلنې به ورکول کېدې، د حکومت ملازمينو ته به پرې ګواښونه کېدل او د داعش د جنګيالو مرکې به پرې خپرېدې .

افغان حکومت له دې وړاندې څو ځله هڅې کړي خو د ريډيو په بندولو کې ناکامه شوی دی ، ولې چارواکو وئيلي چې امنيتي ځواکونو له دې وړاندې دوه ځله دغه ريډيو بند کړی دی .

د سيمې يو ځايي اوسيدونکي عبدالقيوم وايس اف امريکا ته وئيلي چې جنګي الوتکې تېره شپه د پاکستان سره په پوله اچين ضلع کې بمبار کړی دی . او د بمبار وروستو د ريډيو خپرونې بندې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG