لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پوځي شمېرې کمولو سره به د افغان ځواکونو روزنه اغېزمنه شي، امريکايي جنرال


جنرال جان کېمپبل د سينيټ ارمډسروسز کمېټۍ ته وئيلي که چرته داسې کيږي نو د افغان ځواکونو د اضافي روزنې عمل ډېر اغېزمن کېدی شي .
جنرال جان کېمپبل د سينيټ ارمډسروسز کمېټۍ ته وئيلي که چرته داسې کيږي نو د افغان ځواکونو د اضافي روزنې عمل ډېر اغېزمن کېدی شي .

افغانستان کې لوړ پوړي امريکايي پوځي مشر کانګرس ته وئيلي که چرته په افغانستان کې د امريکايي عسکرو شمېره ۵۵۰۰ ته راکمه کړی شوه څنګه چې صدر باراک اوباما تجويز کړې ده ، نو دا به د افغان ځواکونو د روزنې عمل سخت اغېزمن کړي .

افغان صدر باراک اوباما د کال ۲۰۱۶م د اخرې پورې افغانستان کې د امريکايي عسکرو موجوده شمېره د ۹۸۰۰ نه کمولو او د ۵۵۰۰ پورې راوستو اداره لري .

جنرال جان کېمپبل د سينيټ ارمډسروسز کمېټۍ ته وئيلي که چرته داسې کيږي نو د افغان ځواکونو د اضافي روزنې عمل ډېر اغېزمن کېدی شي .

افغانستان کې د طالب وسله والو په ضد د صدراوباما د پوځي عملياتو د کانګرس نقادان وايي چې د امريکايي ځواکونو شمېره کمول به د امريکې هغه اوږدې هڅې متاثره کړي کومې چې کال ۲۰۰۱ کې د القاعده د حملو نه پس پېل کړی شوې وې ، په دغو حملو کې نزدې ۳۰۰۰ کسان وژل شوي وو .

د ايريزونا سره تعلق لرونکي ريپبلکن سينيټر جان مکين وئيلي که چرته د امريکايي ځواکونو شمېره کمول کيږي نو د افغان ځواکونو د روزنې د عمل سره سره به د ترهګرۍ د مخنيوي کار هم اغېزمن شي .

صدراوباما له دې وړاندې د تېر کال اخرې پورې د امريکايي عسکرو د شمېرې ۵۵۰۰ پورې راکمولو وئيلي ؤ ، ولې د وخت تېرېدو او افغانستان کې د بدامنۍ او وسله والو د حملو سېوا کېدو نه پس جائزه اخستل شوې او د کال ۲۰۱۶م تر اخرې پورې دغه شمېره بيا زياته کړی شوې وه .

صدر اوباما د پوځ لفټننټ جنرل جان نکولسن د جنرال کېمپبل په ځايې افغانستان کې د امريکې او نړيوالو ځواکونو کمانډر نومولی دی ، د کوم توثيق کېدل چې لا د سېنيټ نه پاتې دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG