لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنو: بمي چاؤدنه کې دوه کسان وژل شوي


پوليس وئيلي د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي .
پوليس وئيلي د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې په بنو ضلع کې نن د ګل په سحر يوه بمي چاؤدنه شوې چې په نتيجه کې يې دوه کسان وژل شوي دي .

د پوليس چارواکو په وينا دغه بمي چاؤدنه د بنو په لرې پرته علاقه ناوېد کې د سائيکلو يا پنکچرو په دوکان شوې ده .

چاوراکو وئيلي چاؤدنه د سائيکلو په دوکان په داسې مهال شوې چې د دوکان مالک نن سحر دوکان خلاصوؤ . د چاؤدنې په نتيجه کې دوکاندار او يو بل لاروی کس وژل شوي دي .

د لمړو معلوماتو ترمخه چاؤديدونکي بارودي مواد دوکان سره جوخت اېښودل شوي وو ، او په فوري توګه دا نه ده معلومه چې د چاؤدنې هدف او مقصد څه ؤ .

پوليس وئيلي د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي دي .

د خېبرپښتونخوا جنوبي سيمه بنو د قبائيلي علاقو سره په پوله پرته ده ، او له دې وړاندې هم په دغه سيمه کې د بدامنۍ پېښې رامنځته شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG