امريکا په پاکستان داتوؤ F-16 الوتکو دخرڅولو منظوري ورکړې ده.
دې لړ کې دامريکا خارجه محکمې په پاکستان د٦٩ کروړو اؤ ٩٤ لکو ډالرو دماليت دايف ١٦الوتکو اؤ نورو پوځي وسلودخرڅولو سفارش کړى دى.
په عين حال کې دامريکا لخوا په پاکستان دايف ١٦ جنګي الوتکو دخرڅولو په پريکړه دپاکستان مستقل رقيب ګاونډي هيواد هند دمايوسۍ څرګندونه کړې، امريکائي سفير يې غوښتى اؤ ورته يې احتجاج ريکارډ کړى دى.
دهند دخارجه وزارت وياند وکاس سوراپ خپل يو ټويټ کې وئيلي دي هغوي په پاکستان دايف ١٦ الوتکو دخرڅولو لړ کې داوباما انتظاميې لخوا دنوټيفيکيشن په جاري کيدو مايوسه شوي دي.
هغه وئيلي دي هند دامريکا ددې خيال سره اتفاق نۀ کوي چې ددغو الوتکو خرڅون سره به دتندلاريتوب په ضد جګړه کې مرسته ترلاسه شي اؤ دې لړ کې دتيرو څو کلونو ريکارډ پخپله خپله قيصه بيانوي.
دهند خارجه وزارت امريکائي سفير غوښتى اؤ په دغه فيصله يې ورته احتجاج ريکارډ کړى.
دډيفنس سيکورټي ادارې لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي چې ادارې دضروري تصديق نامې څخه وروستو دزيارت په ورځ ددغه غيرملکي پوځي خرڅون اطلاع امريکائي کانګريس ته روانه کړې ده.
پينټاګون وئيلي دي دوسلې وړانديز شوي خرڅون سره به دپاکستان موجوده اؤ دمستقبل امنيتي خطرو مخنيوي کې مرسته وشي.
دډيفنس امنيتي مرستې دادارې بيان کې وئيل شوي دي دايف ١٦ دغه اضافي کهيپ به هر موسم لپاره ګټور ثابتيږي اؤ دشپې استعماليدونکي الات به دخپلې دفاع په توان کې مرسته ورکوي اؤ ورسره به دترهه ګرۍ دمخنيوي کارروائيو کې دپاکستان توان سيوا کيږي.
وئيل شوي دي چې پاکستان دايف ١٦ الوتکو، پوځي الاتو، تربيت اؤ لاجسټک وسلې اخستو کې خوښي څرګنده کړې وه ، ددې ترڅنګ وسلو کې ريډار اؤ دجوائنټ هيلمټ ماؤنټډ کواينګ سسټمز هم شامل دي
دخارجه محکمې تصديق نامه کې وئيل شوي دي چې دالوتکو شمير کې داضافي نتيجه کې به پاکستاني فضائيې ته اضافي الوتکې په لاس ورشي دکوم په مدد سره چې به دضرورت په پيښيدو الوتنو کې اضافه کيدى شي، دتربيت ضرورتونه به پوره کيدى شي اؤ دا به دپائيلټانو دتربيت کار کې ګټور وي.
دې لړ کې به دضابطو ترمخه کانګريس ته ٣٠ؤ ورځو کې دننه ګام اخستل وي.