لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دافغان سولې بهيرپه لړکې راتلونکې خبرې په کابل کې کيږي،دفترخارجه


د دفترخارجه وياند وويل د څلورو ملکونو د استازو د راتلونکې غونډې مقصد تراوسه پورې د شوؤ خبرو جاج اخستل دي ، او زياته يې کړه دغه ډله خبرو ته اسانتيا برابروي .
د دفترخارجه وياند وويل د څلورو ملکونو د استازو د راتلونکې غونډې مقصد تراوسه پورې د شوؤ خبرو جاج اخستل دي ، او زياته يې کړه دغه ډله خبرو ته اسانتيا برابروي .

د پاکستان د دفترخارجه وياند نفيس ذکريا وئيلي د افغانستان د سولې د بهير په لړ کې د څلورو ملکونو د خبرو راتلونکې غونډه به د روانې مياشتې په ۲۳م نېټه کابل کې کيږي .

د دفترخارجه وياند دغه خبره نن د زيارت په ورځ اسلام اباد کې خبريالانو ته د اووه نيز احوال تېرولو په مهال کړې ده .

د افغان سولې بهير دپاره د څلورو ملکونو د خبرو اترو او غونډې مقصد د افغان حکومت اوطالبانو ترمنځ خبرو ته تګ لاره او اسانتياوې برابرول دي .

د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين څلورو واړو ملکونو کميټي يا ډله د تېر دسمبر په مياشت کې د اسيازړه کانفرنس په مهال جوړه شوې وه .

له دې وړاندې د څلورو واړو ملکونو لخوا د طالبانو سره د خبرو کولو د تياري په لړ کې دوه غونډې په اسلام اباد او يوه په کابل کې شوې ده .

د دفترخارجه وياند وويل د څلورو ملکونو د استازو د راتلونکې غونډې مقصد تراوسه پورې د شوؤ خبرو جاج اخستل دي ، او زياته يې کړه دغه ډله خبرو ته اسانتيا برابروي .

د اسلام اباد نه بې درکه شوي د افغانستان د کونړ او هرات صوبو د پخواني ګورنر فضل الله وحيدي د معلومېدو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې د دفترخارجه وياند وويل، په دغې اړه داخله وزارت يو ټيم جوړ کړی او هغه پرې معلومات ورکولی شي .

د امريکې لخوا د پاکستان جوهري وسلو باندې د اندېښنو څرګندولو تپوس ته په ځواب کې نوموړي وويل امريکا له دې وړاندې تل د پاکستان د جوهري وسلو په حفاظت مکمل اطمنان څرګند کړی دی .

ذکريا مطبوعاتو سره په خبرو کې وويل پاکستان د سعودي عرب لخوا د۳۴ اسلامي ملکونو په پوځي اتحاد کې شامل دی ، خو نوموړي وويل په دغه اتحاد کې د پاکستان دممکنه کردار په اړه پرېکړه نه ده شوې .

د سرکاري ميډيا ترمخه نوموړي يو ځل بيا د پاکستان د حکومت دغه دريز تکرار کړو چې په پاکستان کې داعش وجود نه لري .

د خبري غونډې په مهال نوموړي وويل د پاکستان او هند د سيکرټريانو په کچه د خبرو دپاره نېټه نه ده ټاکل شوې او په دغه لړ کې دواړه فريقه يو بل سره په تماس کې دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG