لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومندايجنسي : عملياتو کې پينځه جنګيالي وژل شوي


 راپورونه وائي دمومندايجنسۍ دپنډيالۍ تحصيل په کړپه سيمه کې په يوه چوکۍ دحملې دهڅې په ناکامولو سره امنيتي ځواکونو بريدکوونکي وژلي اؤ دهغوي دقبضې څخه يې وسله هم لاسته راوړې ده.
راپورونه وائي دمومندايجنسۍ دپنډيالۍ تحصيل په کړپه سيمه کې په يوه چوکۍ دحملې دهڅې په ناکامولو سره امنيتي ځواکونو بريدکوونکي وژلي اؤ دهغوي دقبضې څخه يې وسله هم لاسته راوړې ده.

دپاکستان قبائيلي سيمه مومندايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو دعملياتو په مهال لږ ترلږه پينځه شکمن ترهه ګر وژل شوي دي.

راپورونه وائي دمومندايجنسۍ دپنډيالۍ تحصيل په کړپه سيمه کې په يوه چوکۍ دحملې دهڅې په ناکامولو سره امنيتي ځواکونو بريدکوونکي وژلي اؤ دهغوي دقبضې څخه يې وسله هم لاسته راوړې ده.

دوه ورځې دمخه هم دغه سيمه کې په يوه چوکۍ حمله شوې وه اؤ اووۀ خاصه دار وژل شوي وؤ، هم په دغه ورځ دمومندايجنسۍ يوه بله سيمه کې دوه نور خاصه دار هم په ډزو سره وژل شوي وؤ.

ددغو پيښو ذمه واري دکالعدم تحريک طالبان سره تړلې تندروه ډلې جماعت الاحرار په غاړه اخستې وه.

ددغو پيښو څخه وروستو امنيتي ځواکونو سيمه کې دشکمنو جنګيالو په ضد دلټونې عمليات پيل کړي وؤ خو پکې دچا دنيول کيدو اطلاعات نۀ دي ترلاسه شوي.

مومندايجنسۍ کې له دې وړاندې هم تندلارو په امنيتي ځواکونو دغسې حملې کړي اؤ په ضد يې امنيتي ځواکونو ځوابي عمليات ترسره کړي.

اخوا قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې تندلارو يو سکول ته دچاؤديدونکو موادو له لارې زيان رسولى.

خيسور نومې کلي کې دغه سکول دپاکستاني پوځ لخوا جوړ کړل شوى ؤ کوم چې تندلارو دبارودي موادو دچاؤدنې سره زيان رسولى، پيښه کې کومه مرګ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.

دپاکستان پوځ جون کال ٢٠١٤م کې شمالي وزيرستان اؤ وروستو داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې عمليات پيل کړي وؤ ، خيبرايجنسۍ کې دپيل کړل شوؤ عملياتو وروستو پاې ته درسولو کيدو اعلان شوى ؤ اؤ شمالي وزيرستان کې روانو عملياتو کې تردې مهاله د٣٤٠٠ؤ څخه دزياتو جنګيالو دوژل کيدو دعوه شوې خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توګه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتونکې مرګ ژوبلې په ازادانه توګه پخلى نۀ شي کيدى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG