دامريکا صدر براک اوباما دجمعې په ورځ په ټيليفون ترک صدر رجب طيب اردوان سره خبرې کړي اؤ ورسره يې دروانې اوونۍ په پيل کې انقره کې شوې ترهه ګريزه بمي چاؤدنه کې د٢٨ؤ کسانو په وژل کيدو دغمرازۍ څرګندونه کړې ده.
سپينه ماڼۍ وائي دواړه مشران شام کې په امنيتي صورتحال اؤ دامريکا اؤ ترکي ترمينځ دمرستې دغزولو په ضرورت غږيدلي دي.
له دې وړاندې ترک صدر طيب اردوان وئيلي وؤ امريکائي صدر براک اوباما به په دې خبره خبروي چې دامريکائي وسلو سره دشامي کردانو(وائي پي جي) مرسته شوې ده.
ترکي انقره کې شوې بمي چاؤدنې تور په کردانو لګولى ؤ.
ميډيا سره خبرو کې ترک صدر وئيلي وؤ صدر اوباما سره ته به په فون وائي په دې خبره دې غور وکړي چې دهغوي لخوا ورکړل کيدونکې وسلې چرته اؤ څنګه کارولى شي.
ترک صدر وئيلي دي وړاندې يې هم صدر اوباما ته وئيلي وؤ چې دريوؤ الوتکړو کې راوړل شوې امريکائي وسلې څخه نيمه وسله ددولت اسلاميه قبضې ته ورغلې اؤ نوره دپي وائي ډي قبضه کې ده.
امريکا دريځ لري چې وائي پي جي يوه ترهه ګريزه ډله نۀ ګڼي اؤ دداعش دجنګيالو په ضد جګړه کې هغوي يو ګټور ائتلاف ګڼي.
دامريکا دخارجه محکمې وياند مارک ټونر دجمعې په ورځ وئيلي وؤ امريکا وائي پي جي ته څه رقم وسلې نۀ دي ورکړي اؤ زياته کړې يې وه داسې کوم ثبوت ورته هم نۀ دى ترلاسه شوى چې ورڅخه دې دعوې ته وده ترلاسه کيږي چې وائي پي جي څه رقم امريکائي وسله پي کى کى ډلې ته سمګل کوي.
ترکي دواړه وائي پي جي اؤ پي کى کى ترهه ګريزې ډلې ګرځوي.