دامريکا دبهرنيو چارو وزير جان کيري په پاکستان دايف -١٦ الوتکو دخرڅولو دفاع کړې اؤ وئيلي يې دي چې دغه يو ائتلافي هيواد دى اؤ پوځ يې دترهه ګرۍ په ضد کوټلي عمليات کوي.
دغه څرګندونې هغه دنهې په ورځ دسينيټ دبهرنيو چارو دکميټۍ داوريدنې په مهال دپوښتنو په ځواب کې کړي دي.
دکميټۍ چئيرمين سينيټر باب کروکر دترهه ګرۍ په ضد دپاکستان په هڅو دپوښتنې راولاړولو په ترڅ کې وويل دغلته اوس هم دترهه ګرو محوظې ځالې شته کومې چې دافغانستان دباثباته کولو لپاره دموجود امريکائي پوځ لپاره خطره ده.
دهغه په قول دکميټۍ دمشر په حيثيت به هغه اوباما انتظاميه دامريکائي اولس دپيسې دغه شان خرچ کولو ته نۀ پريږدي.
دبهرنيوچارو ددې په ځواب ورکولو سره وويل دپاکستان خواؤشا يو لک اؤ شپيتۀ زره پوځيان په لويديزه پوله موجود دي چرته چې هغوي دترهه ګرو په ضد پرته له فرق څخه کارروائي کوي.
دهغه په قول دترهه ګرۍ په ضد هڅو کې پاکستان ته زيات زيان رسيدلى اؤ په زرګونو وګړي يې وژل شوي دي.
جان کيري وويل هغه دسينيټر کروکر دتحفظاتو څخه خبر دى اؤ دا يوه پيچيده معامله چې هغه پرې په دې فورم خبرې نۀ شي کولى.
روانه مياشت کې اوباما انتظاميې په پاکستان دخواؤشا ٧٠ؤ کروړو ډالرو دماليت داتوؤ ايف -١٦ الوتکو اؤ نور پوځي سازوسامان دخرڅولو وينا کړې وه اؤ امريکائي کانګريس ته ددې دپخلي يا رد کولو لپاره د٣٠ؤ ورځو وخت دى.
په پاکستان تيرو وختونو کې دهاغو ترهه ګرو په ضد دګامونو نۀ اخستو تور لګولى شوى کوم چې پخپله ددغه هيواد لپاره خطره نۀ وي اؤ دپولې پورې غاړې افغانستان کې په موجودو امريکائي اؤ افغان عسکرو بريدونو کې ککړ وي خو پاکستان دريځ لري چې دټولو ترهه ګرو په ضد پرته له امتياز عمليات کوي.
په پاکستان دايف-١٦ الوتکو دخرڅولو په اړه دپاکستان مستقل رقيب ګاونډي هيواد هند تحفظات څرګند کړي اؤ وائي ددغو الوتکو په پاکستان خرڅولو سره به دترهه ګرۍ په ضد جګړه کې مرسته نۀ کيږي خو دامريکا خارجه اؤ ددفاع محکمې دواړو وئيلي دي چې هند ته په دې انديښنه نۀ ده پکار اؤ دهغوي په قول دې سره به دترهه ګرۍ په ضد دپاکستان دتوان په سيوا کولو کې مرسته کيږي.