پاکستان کې دافغانستان سفير حضرت عمر زاخيلوال وئيلي دي تندروه ډله داعش افغانستان کې پشا کيږي.
دوائس اف امريکا اردو څانګې سره يوه مرکه کې افغان سفير وويل داعش يواځې ددې سيمې نۀ بلکې نورو هيوادونو لپاره هم خطره ده اؤ افغان حکومت ددغه ډلې دخاتمې لپاره پخه اراده لري.
هغه وويل چې دداعش په معامله دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ اتفاق موجود دى ځکه چې دغه خطره دکوم يو هيواد پورې محدوده نۀ ده.
هغه وويل داعش پشا کيږي اؤ باور لري چې داعش به دې سيمه کې جرړې ونۀ کړل شي خو دهغه په قول پاکستان اؤ افغانستان ته دې لړ کې مرسته کول پکار دي.
زاخيلوال وويل داعش لپاره دهغوي هيواد کې هيڅ خواخوږي نشته اؤ چرته چې هم دغه ډله سرراپورته کوي چقولى به شي.
دهغه په قول” مونږ به دغه شان سوچ افغانستان کې يو صورت کې هم نۀ زغمو، دداعش ځينې باقيات په ځانګړې توګه(دافغانستان) شمالي برخو کې دي، خو زه يقين لرم چې دا به هم په مکمله توګه تباه کړل شي“
افغان سفير وويل ښه خبره دا ده چې دداعش فلسفه اؤ داسلام په اړه ددغه ډلې نظر دافغان ثقافت سره په ټکر کې دي اؤ هم له دې امله دغه ډله افغانانو منلې نۀ ده.
دهغه وينا وه پاکستان کې هم دداعش په اړه همدغسې صورتحال دى.
هغه وويل که هر څو افغان حکومت دداعش په ضد عملياتو کې بوخت دى خو دهغه په قول حقيقت دا دى چې داعش په بنيادي توګه دافغان اولس لخوا دمزاحمت سره مخ دى.
دتيرو څو مياشتو راهسې تندروه ډله دافغانستان په ځينو برخو کې سرراپورته کوي اؤ په ځانګړې توګه ددغه هيواد په ننګرهار ولايت کې دپښو مضبوطولو هڅه کوي.
دمقامي عسکرو ترڅنګ افغانستان کې موجودو بين المللي ځواکونو هم دافغانستان بيلا بيلو برخو کې دداعش ځالې په نخښه کړي اؤ ددې ترڅنګ دافغان طالبانو اؤ داعش دجنګيالو ترمينځ نښتې هم شوي دي.