لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي فلمونو نامتو اداکار سنجى دت جيل څخه خوشې


 دهندي ميډيا ترمخه د٥٦ کلن اداکار سنجى دت دراوستو لپاره دجيل څخه بهر دهغه کورودانې مانتيا اؤ غبرګو بچو ترڅنګ دهغه نزدې ملګرى فلمساز راجکمار هيراني موجود وؤ.
دهندي ميډيا ترمخه د٥٦ کلن اداکار سنجى دت دراوستو لپاره دجيل څخه بهر دهغه کورودانې مانتيا اؤ غبرګو بچو ترڅنګ دهغه نزدې ملګرى فلمساز راجکمار هيراني موجود وؤ.

دهندي فلمونو نامتو اداکار سنجى دت دزيارت په سحر دجيل څخه خوشې کړل شوى دى.

هغه ته په کال ١٩٩٣ء کې ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو کې دککړو کسانو څخه دوسلې داخستو په تور کال ٢٠١٣م کې سزا اورول شوې وه دکوم څخه چې ١٨ مياشتې بند هغه دمخه تير کړى ؤ.

دهغه سزا کې لا څو مياشتې پاتې وې خو دقيد په مهال دښه چال چلن په اساس ورته دغه سزا بخښل شوې اؤ سنجى دت دزيارت په سحر دپونى ديرواډا جيل څخه خوشې کړل شوى دى.

دهندي ميډيا ترمخه د٥٦ کلن اداکار سنجى دت دراوستو لپاره دجيل څخه بهر دهغه کورودانې مانتيا اؤ غبرګو بچو ترڅنګ دهغه نزدې ملګرى فلمساز راجکمار هيراني موجود وؤ.

سنجى دت دپونى په هوائي اډه خبريالانو سره لنډو خبرو کې وويل زما ملګرو، ازادۍ لپاره کومه اسانه لاره نۀ وي هغه دپونى څخه ديو ځانګړې الوتکې له لارې ممبۍ ته روان شو.

په هغه دممبۍ چاؤدنو کې ککړو کسانو سره درابطې تور هم ؤ خو سنجى دت دغه تور رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې دخپل ځان اؤ کورودانې دتحفظ لپاره يې دغه وسلې اخستې وې.

دسنجى دت دوخت څخه وړاندې دخوشې کيدو په معامله هم اختلافي غږونه مخې ته راغلي دي اؤ يوه ورځ دمخه دسزا دبخښنې په ضد دممبۍ عدالت کې خواست جمع کړل شوى ؤ.

درخواست کوونکي دريځ خپل کړى ؤ چې سنجى دت سره دبند په مهال هم خصوصي سلوک شوى اؤ دا دې ووئيل شي چې دکوم ښه چلن په وجه دهغه سزا کې کمى راوستل شوى دى.

خو دجيل چارواکي سنجى دت سره دخصوصي سلوک دعوې ردوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG