لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما ملي امنيتي ډلې ته دداعش په ضد دجګړې دتُندولو امر کړى


 دسپينې ماڼۍ وياند، جوش ارنيسټ خارجه محکمهې کې دکيدونکې غونډې څخه دمخه وئيلي دې خبره کې هيڅ شک نشته چې دغه هڅې سم اړخ ته روانې دي.
دسپينې ماڼۍ وياند، جوش ارنيسټ خارجه محکمهې کې دکيدونکې غونډې څخه دمخه وئيلي دې خبره کې هيڅ شک نشته چې دغه هڅې سم اړخ ته روانې دي.

دامريکا صدر براک اوباما وائي که هر څو دامريکا په مشرۍ دداعش خلاف هڅو کې پرمختګ شوى اؤ دغه جګړه لا ګرانه اؤ خپلې امنيتي ډلې ته يې امر کړى چې دداعش په ضد دې هلې ځلې تُندې کړي.

هغه وئيلي دي په شام اؤ عراق کې حالات ډير پيچيده دي اؤ داعش اولسي وګړي دډهالونو په توګه کاروي.

هغه وائي چې په شام کې جګړه دسيمه ييزو طاقتونو ترمينځ دپردې ترشا جګړه ده کومه چې دژورو فرقه ييزو دښمنو عکاسي کوي.

صدر اوباما دغه څرګندونې دزيارت په ورځ خارجه محکمه کې دلوړپوړو امنيتي چارواکو سره دليدنې څخه وروستو کړي دي، هغه وويل داسې اشارې شته چې شام ته دبهرنو جنګيالو ورتګ په مزه کيږي

دداعش مخنيوي لپاره دروانو هڅو په اړه امريکائي صدر براک اوباما دزيارت په ورځ لوړپوړو امنيتي چارواکو سره ليدنه کړې ده، سپينې ماڼۍ وئيلي دي په داسې حال کې چې دغه تندروه ډله عراق اؤ شام کې خپله اثرورسوخ سيوا کوي، دترهه ګرۍ دمخنيوي هڅو کې مهم پرمختګ شوى.

دسپينې ماڼۍ وياند، جوش ارنيسټ خارجه محکمهې کې دکيدونکې غونډې څخه دمخه وئيلي دې خبره کې هيڅ شک نشته چې دغه هڅې سم اړخ ته روانې دي.

په دې موقع صدر اوباما دسپينې ماڼۍ، خارجه محکمې، انټلي جنس، ددفاع اؤ خزانې دمحکمو لوړپوړو چارواکو سره ليدنه کړې، دغه غونډه دداعش دمخنيوي لپاره دګڼ اړخيزه امريکائي مهم برخه وه اؤ پکې په تازه صورتحال غور شوى.

ارنيسټ وئيلي دي دغه خبرې به په پراخه چارو کيږي اؤ دسفارت کارۍ کردار لوري ته به هم پام ګرځولى شي ترڅو دشام دخانه جنګۍ اودورولو لپاره دنوي اؤ جزوي اوربند کاميابي باوري کړل شي، په دغه تړون به دخالي دورځې څخه عمل درامد کيږي.

اوباما اؤ روسي صدر ولاديمير پيوټن دغه تړون روانه اوونۍ کې فيصله کړى ؤ خو په دې اړه انديښنه ده چې ايا دا به اوږدمهاله ثابت شي اؤ دامن مذاکراتو دلارې هوارولو کې به مرسته وکړل شي که نه.

اوباما انتظاميه وائي اوسنو مياشتو کې ددولت اسلاميه څخه زياته سيمه خلاصه کړل شوې اؤ درقعه سره نزدې جګړه روانه ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG